لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ډېره اسماعيل خان پوليسو د ترهګر د وژنې ادعا کړې


د خېبرپښتونخوا د جنوبي ضلعې ډېره اسماعيل خان پوليس وايي تېره شپه يې په درابن علاقه کې په عملياتو کې يو ترهګر وژلی دی.

د درابن تاڼې د پوليس مشر شوکت پروېز پخلی کړی چې پوليس، پوځ او اېف سي په ګډه دغه عمليات کړي دي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې د عملياتو په اړوند پروېز وويل، وژل شوی ترهګر عبدالحکيم نوميږي او تعلق يې د کلاچي علاقې سره دی.

هغه وويل ياد ترهګر د تحریک طالبان سره تعلق ؤ، وړاندې يو ځل د پوځ په بند کې ؤ بيا خوشی کړی شوی او بيا ترهګرۍ پله تلی ؤ.

د پوليس افسر په وېنا د تېرې شپې په عملياتو کې يو پوليس، يو پوځي سرتېری او يو د اېف سي عسکر ژوبل شوي دي.

هغه وويل ترهګر په کور کې پټ ؤ، او دوي پرې چاپه ووهله بيا په مقابله او ځواب ډزو کې هغه وژل شوی دی.

په ډېره اسماعيل خان کې له دې وړاندې هم داسې پېښې رامنځته شوي چې پکې په امنيتي سرتېرو بريدونه شوي او د ترهګرو د وژنو ادعاوې هم پکې شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG