د شمالي وزيرستان نه د پارلیمان غړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښ مشر محسن داوړ وايي، د هغه او علي وزير په نيولو کې قانوني تقاضې نه دي پوره کړی شوي، د دغه عمل پرضد به دوي په پارلیمان کې احتجاج کوي.
محسن داوړ او د هغه سره د جنوبي وزیرستان نه د قامي اسمبلۍ غړی او د پي ټي اېم فعاله مشرعلي وزير د جمعې په ورځ د پېښور په هوايي ډګر هغه وخت ودرول شوي او نيول شوي چې دوي دوبۍ ته روان وو، د شپې په مهال دوي بيا خوشي کړی شوي وو.
داوړ ويلي ؤ دوي ته ويل شوي ؤ چې په صوابۍ کې د پي ټي اېم د جلسې راجوړؤنکو پرضد مقدمه کې د دوي نومونه دي ځکه دوي نيول شوي وو.
په پېښور پرېس کلب نن د اتوار، يکشنبې په ورځ د خبري غونډې په مهال محسن داوړ وويل د خېبرپښتونخوا پوليسو لخوا د دوي د نيولو نه وړاندې د قامي اسمبلۍ د سپيکرڅخه تپوس نه ؤ شوی.
خو اوس د دوي سره حکومت او د قايمه کمېټۍ مشر رابطه کړې چې د داخله چارو د سيکرټري نه به په دغه اړوند تپوس کوي.
هغه وويل د دوي په نيولو کې قانوني تقاضې نه دي پوره کړی شوي ځکه دوي به د اسمبلۍ د سپيکر نه تپوس کوي او په اسمبلۍ کې به په دې سخت احتجاج کوي.
په کوهاټ کې د پي ټي اېم د نيولو شوؤ غړو د راخلاصولو په اړوند هغه وويل دوي په دغه تړاؤ د قانوني لارې د ګام اخيستو دپاره مشورې کوي.
پرون د خالي، شنبې په ورځ د پي ټي اېم ګڼ شمېر پلویان د کوهاټ جېل مخې ته ورغلي وو او د خپل يو فعاله غړي ولایت شاه اپریدي د را خوشي کېدو لپاره یې احتجاج کوو.
په دغه مهال پولیسو بيا دا احتجاج کوونکي نيولي او مقدمه يې پرې درج کړې ده.
پولیسو په مقدمه کې د دې تحریک د فعالو غړو عبدالله ننګیال، احمد عباس او کاکا شفیع ترین په ګډون د ۱۲ کسانو نومونه شامل کړي او تور يې پرې لګولی چې دوی په زوره له جېله د خپل بندي ملګري د راخوشي کولو هڅه کوله.
په مقدمه کې په دغو کسانو د ریاست په ضد د نعرو وهلو او د خلکو د را پارولو تورونه پورې کړی شوي دي.
پولیسو دغه ۱۲ نیول شوي کسان هم پرون تر نیولو وروسته سمدستي د مجسټرېټ عدالت ته وړاندې کړي او عدالت هغه د کوهاټ مرکزي زندان ته لېږلي دي.