دپاکستان وزیراعظم ښاغلي عمران خان ویلي چې دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ ترې دیو لیک دلارې دافغان طالبانو سولې ته په اماده کولو کې مرسته غوښتې ده
خو د پاکستان په سر ښار اسلام اباد کې د امرېکې سفارت خانې د صدر ټرمپ عمران خان ته د خط په حقله د ځواب ویلو څخه انکار کړی دی.
د سفارت خانې سره چې کله د وي او ای خبریال رابطه وکړه نو هغوي ددې د پخلي نه انکار وکړو.
د گل یا دوشنبې په ورځ خبریالانو سره لیدنه کې وزیراعظم عمران خان ویلي چې هم نن سحر ورته د امریکایي صدر لیک رسیدلی اؤ دغه لیک ډیر مثبت دی، هغه وویل پاکستان به امریکا سره بشپړه مرسته کوي.
صدر ټرمپ د روان کال دپیل راهسې پرله پسې په پاکستان نیوکي کوي چې دامریکا نه یې په اربونو ډالر اخستي دي خو دترهګرۍ په ختمولو کې یې خپل غوڅ ګامونه نه دي اخستي.
یو پاکستاني خبریال حامد میر چې د وزیراعظم عمران خان سره دغه لیدنه کې موجود ؤ دپاکستان جیو ټي وي ته ویلي چې د وزیراعظم عمران خان وینا وه “افغانستان کې دسولې د روانو خبرو په اړوند امریکایي اؤ پاکستاني چارواکي خپلو کې جوخت تماسونه لري،امریکایي استازی زلمی خلیل زاد هم پاکستان ته راروان دی،مونږ به افغانستان کې دامن د ټینګښت دپاره د زړه دتل څخه هڅه کوؤ”
دحامد میر د وینا له مخې عمران خان ویلي” په تیرو وختونو کې دامریکا په وړاندې دمعذرت نه ډګه رویه خپله خپله کړل شوې وه خو اوس چې مونږ د برابرۍ په اساس امریکا ته ځواب ورکړو نو صدر ټرمپ لیک راواستولو”
امریکا له په رسمي ډول دپاکستان وزیراعظم ته دلیږل شوي لیک په اړوند څه نه دي ویلي.
امریکایي صدر ډانلډ ټرمپ تیره میاشت هم په ټوئټر دپاکستان په ضد سختې څرګندونې کړې وې اؤ دغه هیواد یې دترهګرو ډلو په ملاتړ تورن کړی ؤ خو وزیراعظم عمران خان د صدر ټرمپ نیوکې هم ټوئټر رد کړې وې اؤ ویلي یې وؤ چې دترهګرۍ په ضد جګړه کې دپاکستان هومره قربانۍ بل هیڅ لوري نه دي ورکړي.
دپاکستان وزیراعظم په داسې حال کې د صدر ټرمپ د لوري ورلیږل شوي لیک څخه خبریالان خبر کړي چې افغانستان کې دسولې دپاره دامریکا ځانګړی استازی دپرون راهسې دیو شمیر هیوادونو په سفر وتلی اؤ امریکا ویلي چې په دغه سفر کې به ښاغلی خلیلزاد دافغانستان اؤ پاکستان د چارواکو سره هم لیدنې کوي.
دامریکا دبهرنیو چارو د وزارت وینا ده چې زلمی خلیل زاد به دافغان دولت اؤ طالبانو ترمینځ دسولې په لړ کې د ټولو خواؤ ملاتړ ترلاسه کوي.
واشنګټن اؤ کابل د تیرو اوولسو کالو راهسې پرله پسې په اسلام اباد تورونه لګوي چې طالبان اؤ نورې ترهګرې ډلې یې پخپل لاس کې نیولي اؤ افغانستان کې پرې ورانکاري کوي خوپاکستان دا تورونه ردوي اؤ دریځ لري چې افغانستان کې د سولې اؤ امن پلوي دی.
په دې وروستیو کې چې امریکا اؤ افغان دولت طالبانو سره د سولې هڅې چټک کړي څيړونکي وایي پاکستان هم د سختو نړیوالو فشارونو لاندې راغلی ترڅو طالبان افغان دولت سره خبرو ته کښینوي.
دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له وړاندې څخه واضحه کړې ده چې پاکستان اوس په طالبانو زیات رسوخ نه لري خو څیړونکي دعوه کوي چې پاکستان که اوس هم د زړه نه هڅې وکړي نو افغانستان کې سوله ټینګیدلی شي.