د خېبرپښتونخوا په سر ښار پېښور کې د نامالومو وسله والو په ډزو کې د يو ځايي ټي وي چېنل خبريال نورالحسن وژل شوی دی.
د (رايل) ټي وي خبريال د ګل، دوشنبې په مازيګر د پېښور په رينګ روډ وژل شوی او د هغه سره ملګری کېمره مېن يې ژوبل شوی دی.
په حسن او کېمره مېن يې د ډزو وروسته دوي روغتون ته وړل شوي خو ژورنالسټ هلته ژوند د لاسه ورکړی دی.
د خېبرپښتونخوا د پولیس مشر ايي جي صلاح الدين محسود د پېښې خبر اخيستی او د پوليس نه يې د پېښې په اړوند رپوټ غوښتی دی.
پېښور کې د ژورنالسټانو اتحاديې خېبر يونين اف ژورنالسټس د نورالحسن د وژنې غندنه کړې او د ډزو کوونکو د مالومولو غوښتنه يې کړې ده.
خېبر يونين اف ژورنالسټ ويلي، د خېبرپښتونخوا حکومت د ژورنالسټانو په ساتنه کې پاتې راغلی دی.
د اکتوبر په مياشت کې د خېبرپښتونخوا په هري پور سيمه کې د يوې ځايي ورځپاڼې ژورنالسټ سهېل خان په ډزو وژل شوی ؤ.
پاکستان په نړۍ کې د ژورنالسټانو دپاره په خطرناکو هېوادونو کې شمارل کيږي.
د ملګرو ملتونو د تعليم، سائنس او کلتور ادارې (يونيسکو) د روان کال اګست په مياشت کې په خپل يو رپوټ کې ويلي ؤ، پاکستان کې د کال ۲۰۱۲م نه تر ۲۰۱۶م کال پورې ۳۰ ژورنالسټان وژل شوي دي.