لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا او چین به یو پر بل باندې نوي ټکسونه نه لګوي


د امریکا او چین ولسمشران په ارجنټاین کې د دوه اخیزو خبرو پرمهال
د امریکا او چین ولسمشران په ارجنټاین کې د دوه اخیزو خبرو پرمهال

واشنګټن: د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ له خپل چینايي سیال زې جېنپېنګ سره خپلې شخصي او ځواکمنې اړیکې لا پیاوړې کړي.

ټرمپ وايي، له چین سره نوی سوداګریز تړون به امریکايي بزګرو ته اجازه ورکړي چې په پېکنګ کې خپل زیات تولیدات وپلوري.

د ټرمپ دغه تبصره په ارجنټاین کې له زي سره د شنبې یا خالي په ورځ له شوي تړون وروسته شوې ده.

ددغه نوي تړون له مخې به دواړه هېوادونه د راتلونکو ۹۰ ورځو په اوږدو کې په یو او بل باندې نوي ټکسونه نه لګوي او په دغه وخت کې به دواړه غاړې په یو پراخ سوداګریز تړون باندې غور کوي.

د سپینې ماڼۍ اقتصادي سلاکار لېرې کوډلو وویل، امریکا د چین هغه ژمنه ترلاسه کړه چې د یو ټریلین ډالرو په ارزښت به امریکايي تولیدات رانیسي.

"زه فکر کوم چې مارکېټ داسې یو څه نه دي چې یو څوک یې په خپله خوښه کنټرول کړي. دا چې ایا چینایان غواړي زیات امریکايي تولیدات راونیسي او کنه دا د رهبرانو ترمنځ خبرو پورې اړه نه لري. "

همدا رنګه د ټام بېنګ په نامه د بیمې یو کارکونکی وايي، ټرمپ نه یواځې له چین سره سوداګریزه جګړه پېل کړې بلکه له اروپايي ټولنې، جاپان او یو شمېر نورو هېوادونو سره یې هم پېل کړې.

دی زیاتوي د پانګواکۍ داسې برلاسي به د زیات وخت لپاره پاتې نه شي.

امریکا له چین سره په ۲۰۱۷ کال کې ۳۳۵.۴ بیلینو ډالرو په اندازه سوداګریز کسر یا ټرېډ ډېفېسېټ درلود.

ټرمپ ویلي، امریکا له یو ځواکمن دریځ څخه تړون کړی خو که چېرې دغه تړون بشپړ او پلی شي چین هم ډېره ګټه ترلاسه کولای شي خو دواړو هېوادونو ددغه تړون په اړه له رسمي بیانونو پرته نور معلومات نه دې ورکړي.

د امریکا او چین لخوا په دغه نوي سوداګریز تړون تر موافقې وروسته د ونډو بازار یا سټاک مارکېټ په چټکۍ سره مثبت غبرګون څرګند کړ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG