لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څیړونکي:که دسولې هڅې ناکام شوې نو افغانستان کې به جګړه تلعمري شي


څیړونکي ویره څرگنده وي که د طالبانو سره د سولې روانې تازه امریکاېي هڅې هم بې نتیجې پاتې شوې نو په جنگ ځپلی افغانستان کې به جگړه تل عمري پاتې شي.
وي او ای ډیوه سره په ځانگړې خبرو کې د پاک افغان سیمې څیړونکو هیلې څرگندې کړي چې د افغان حکومت او د طالبانو خبرې پکار ده چې وس کومې نتیجې ته ورسي.
دافغانستان په چارو وهه خبریال رحیم الله یوسفزۍ د ډیوه په هېلو وي ای خپرونه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې د څېړنې په وخت ویلي دي " چې د افغانطالبانوسره دامریکايي چارواکو ملاقاتونه هم دافغان طالبانوپه غوښتنه کېږي باېد دغه خبرې اوس په وړاندې لاړې شي"
رحیم الله یوسفزۍ وايی چې امریکا هم غواړي طالبان د افغان حکومت سره خبرو اترو ته کښېني او افغان حکومت هم دغه خواهش لري خو طالبان دې ته نه دي تیار.
رحیم الله یوسفزۍ دا هم وویل چې په جېنوا کې د صدر اشرف غني د سولې په اړه خبرو نه هم داسې ښکاري چې راتلونکي کال د ولسمشرۍ د ټاکنو نه وړاندې افغان حکومت هم خبرې اترې په پام کې نه لري.
د گل په ورځ د پاکستان وزیراعظم ښاغلي عمران خان ویلي وو چې د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ ترې دیو لیک دلارې دافغان طالبانو سولې ته په اماده کولو کې مرسته غوښتې ده.
خو دافغانستان دچارو ځینې کارپوهان په دې نظردي چې پاکستان کې د افغانستان د جگړې په اړه ټولې چارې پوځ په مخ بیايی او د سویلین حکومت سره هېڅ اختیار نیشته.

او پوځ په افغانستان کې په امن کې مرستو لپاره پټ شرطونه لري.
په کابل کې د افغانستان د سیاسي اؤ نړیوالو چارو یو بل کارپوهه فېض محمد ځلاند بیا وايي چې په کابل کې د اشرف غنی او د ډاکټر عبدالله عبدالله گډ حکومت ونکړی شول چې د انتظامي او د سولې په برخه کې کامیابي لاس ته راوړی. نو هم دغه وجه ده چې امریکا د طالبانو سره پخپله خبرې پېل کړې،
فېض ځلاند زیاتوي د امریکا لخوا د سولي لپاره دا تازه هڅې ښايي چې د خبرو اترو عمل به په وړاندې لاړشي خو باېد افغان طالبان او حکومت او هغه ټول خلک چې د جگړې په ختمولو کې خپل رول لوبولی شي، سنجیده هڅې وکړي.
ځلاند ویره څرگنده کړه چې ده ته ښکاري حالات ډېر بد اړخ ته روان دي. "باېد چې د افغان حکومت او طالبان د ځینو شرطونو څخه تېرشي او دافغانستان د جگړې ستر ارزښت ته پام اوکړي"
ځلاند د جنگ د نور اوږدېدو او د سولې د عمل نه د امریکا ممکنه مایوسۍ په صورت کې د راپېښو حالاتو د انځورگرۍ په ترڅ کې وویل چې د تېرو څلوېښتو کالو جگړه کې افغانستان بیا هم متحد پاتې دې.
څېړونکی ځلاند اندېښمن دی کې دا ځل بیا امریکا او بهرنیان د افغانستان څخه لاړل او کورنېو جگړو ته بیا لاره جوړه شوه نو دا به د افغان ملت او جغرافیې د ماتېدو په معنا وي.
هغه زیاته کړه باېد افغان حکومت او طالبان د خلیل زاد هلو ځلوکې مرستې وکړي او ټولو غوښتنو ته ځواب وویلي شي ځکه چې دا جنگ نه افغان حکومت او نه بیا طالبان گټلی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG