لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ميسي ماشوم افغان مينه وال ته طالبانو او غلو ګواښونه کړي


د فټ بال د ستوري لوبغاړي ليونل مېسي مينه وال افغان ماشوم مور ویلي، جنايي ډلو او طالبانو يې د زوي د تښتولو او وژلو ګواښونه کړي دي.

د ای پي خبري ادارې ترمخه د ماشوم افغان مرتضی احمدي مور د جمعې په ورځ ويلي دوي د ويرې نه کابل ته کډه شوي او د اووه کلن زوي نه يې سکول پاتې شو او په کابل کې سخت يخ موسم دی.

د افغانستان د غزني صوبې د جاغوري ولسوالۍ مرتضى احمدي دوه کاله وړاندې هغه وخت مشهور شو چې په سوشل ميډيا يې د فټ بال د نړيوال لوبغاړي ليونل ميسي په رنګ کميس چې د پلاسټک د تېلۍ جوړ ؤ اغوستی عکس خپور شو.

مرتضی تېر کال د ميسي سره ليدلي خو مور يې شفيقه احمدي وايي د مرتضی مشهورتیا ورته ستړې جوړه شوې ده.

هغې ويلي چې مرتضی هډو مشهور شوی نه وی د دوي کورنۍ ته يې د تېرو دوه کلونو راهسې غټې مسلې جوړې کړي دي.

د خبري ادارې ترمخه تېره مياشت په جاغوري کې د طالبانو پرضد د عملیاتو په مهال د مرتضی کورنۍ بامیانو ته کډه شوې وه.

د ميسي د مينه وال تره اصف احمدي ویلي کورنۍ ته يې نزدې لس خطونه او څو ټيليفونونه شوي او ګواښ ورته شوی که پېسې يې ور نه کړې مرتضی به وتښتوي يا به يې مړ کړي.

د مرتضي د عکس خپرېدو نزدې میاشت وروسته د هغه کورنۍ د غلو او تښتوونکيو د ګواښ له کبله کوټې ته کډه کړې وه.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG