لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: په چاؤدنه کې اته تنه ژوبل شوي


د پاکستان په غټ اقتصادي ښار کراچۍ کې د خالي او اتوار په منځنۍ شپه کې ناوخته کې چاؤدنه شوې او لږ تر لږه اته تنه پکې ژوبل شوي دي.

متحده قومي مومنټ پاکستان ډلې ويلي په ګلستان جوهر علاقه کې يې يوه مذهبي دستوره راجوړه کړې او چاؤدنه په هغې کې شوې ده.

ويل شوي په (محفل ميلاد) کې د اېم کيو اېم ګوند ځينې مشران هم موجود وو خو هغه روغ پاتې شوي دي.

چارواکو ويلي په ژوبلو کې د دوؤ روغتيايي حالت ډېر ښه نه دی.

پوليس ويلي ابتدايي مالومات ښايي چې دا د لاسي بم بريد وي، او پلټنې پېل کړی شوي دي.

په کراچۍ کې تېره میاشت په ۲۳م نومبر د چين په قونصلګرۍ بريد شوی ؤ، چې پکې دوه ملکي وګړي، دوه پوليس او درې بريدکوونکي وژل شوي وو.

له دغې وړاندې د قايد اباد په سيمه کې په ۱۶م نومبر يوه چاؤدنه شوې او دوه تنه پکې وژل شوي وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG