لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شاه محمود قرېشي راتلونکې اوونۍ د کابل سفر کوي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي ويلي د افغانستان د سولې د خبرو په لړ کې په ۱۵م دسمبر د کابل سفر کوي.

قرېشي ویلي د کابل په سفر کې به "د افغانستان د صدر، وزیراعظم، وزیر خارجه او د چين د وزير خارجه سره د افغانستان د تل پاتې سولې په اړوند خبرې وکړي" او پاکستان به په دغ لړ کې خپل رول لوبوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر ویلي، د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ پاکستان ته په خط کې خواست کړی چې د افغانستان د مسلې په هوارولو کې ورته د پاکستان مرسته پکار ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه اوونۍ وړاندې ويلي ؤ چې د امریکا صدر د پاکستان نه د افغانستان د سولې په لړ کې مرسته غوښتې ده.

وزیراعظم عمران خان دوه ورځې وړاندې واشنګټن پوسټ سره په مرکه کې د امریکايي صدر د خط په ځواب کې ويلي ؤ،

"په افغانستان کې سوله د پاکستان په ګټه ده او مونږ به د دې دپاره هر څه کوو او مونږ به په هغوي (طالبانو) فشار واچوؤ داسې ويل اسان دي خو داسې کول دومره اسان نه دي"​.

قرېشي په داسې حال کې د کابل د سفر اعلان کړی چې يوه اوونۍ وړاندې د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د اسلام اباد سفر کړی ؤ.

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ویلي زلمی خليلزاد به د افغانستان د سولې د خبرو دپاره په خپل دوېم سفر کې پاکستان، افغانستان، روس، ازبکستان، ترکمانستان، بيلجيم، متحده عرب اماراتو او قطر ته ولاړ شي.

د نوموړي دغه سفر د دوېم دسمبر نه تر ۲۰م دسمبر پورې ټاکل شوی دی.

شاه محمود قرېشي د ستمبر په مياشت کې هم د کابل سفر کړی ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG