لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغان طالبانو په نوم د قلنګ اخیستو په خبر وزيراعلی ځواب غوښتی


د خېبرپښتونخوا وزیراعلی محمود خان پېښور کې د افغان طالبانو په نوم د قلنګ اخيستو په خبر د صوبې د پولیس مشر نه رپوټ غوښتی دی.

څو ورځې وړاندې د پېښور د ښاروالۍ په اسمبلۍ کې د مخالفه ګوندونو مشر د عوامي نيشنل ګوند ناظم سيد ظاهر ويلي ؤ، چې د پېښور نه افغانستان ته د سبزيانو او مېوؤ وړونکو ګاډو څخه د افغان طالبانو په نوم قلنګ اخیستل کیږي.

نوموړي هغه پرچيانې هم ښکاره کړې وې چې پرې د پينځه زره روپو اخيستو ترڅنګ نېټه هم ليکل شوې ده.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې ظاهر وويل دا دنده د درېو مياشتو راهسې روانه ده او د پېښور نه افغانستان ته تلونکي ګاډي د پېښور د بندو منډۍ څخه تر هغې نه شي روانېدی څو پورې يې چې پېسې نه وي ورکړي.

هغه وويل ګاډو والا ورته ویلي که د پېسو ورکولو انکار وکړي، بيا ورته نور ګواښونه ورته کيږي.

په پېښور کې ګاډو والا او د منډۍ کارمندان پخلی کوي چې قلنګ ترې اخيستل کيږي خو د نور څه ويلو نه ډډه کوي او ځان ناخبره ګڼي چې ايا دا قلنګ ترې افغان طالبان اخلي او که د هغو په نوم ترې نور خلک پېسې اخلي.

ظاهر وايي، دا خلک ډېر ويريدلي دي ځکه نوم نه شي اخيستلی.

د منډۍ د اتحاديې د شمېرو ترمخه د پېښور نه د ورځې په سر افغانستان ته خواؤشا ۱۵۰ ګاډي ځي.

د طالبانو لخوا په دغه اړوند کوم خبر مخې ته نه دی راغلی.

د پاکستان او افغانستان سوداګري د وړاندې نه د مشکلاتو سره مخ او په تېرو کلونو کې د بېلابيلو علتونو له سببه ډېره راکمه شوې ده.

د ستمبر په مياشت کې د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د ګډې خونې مشر زبېر موتي والا وي او ای ډيوه سره په خبرو کې ويلي ؤ،

"په تېر دوه دوه نيم کاله موده کې تجارتي حجم ډېرکم شوی دی او دا وخت ۱.۷ اربه ډالره دی کوم چې يو وخت ۲.۵ او ۲.۷ اربه ډالرو ته رسېدلی ؤ او د هغې علتونه د افغان سوداګرو باور ته زیان رسول شوی دی، او بل د چابهار او هند توکي افغانستان ته رسېدلي دی"

د پاکستان او افغانستان سوداګر وايي د دواړو هېوادونو د سياسي اړيکو زور سوداګرۍ ته ورکول کيږي، دوي ته د ويزې، تګ راتګ، د کراچۍ په بندر د ټېکسونو او په لاره د ټېکس په نوم پېسو ورکولو په رنګ ستونزې ورپېښې دي.

نزدې يوه میاشت وړاندې پاکستاني ټرانسپورټرانو تور لګولی چې د افغانستان نه بيرته په تورخم د راتلونکو سوداګريزو غټو ګاډو، کنټېنرو نه په پوله افغان ځواکونه ۵۰ او ۶۰ زره روپۍ بډې اخلي او د هغې وروسته یې راپرېږدي.

د دواړو هېوادونو سوداګر دا خبره هم مني خو وايي يواځې افغان ځواکونه نه، د کراچۍ نه د تورخم او چمن د پولې پورې په پاکستان هم د افغان ټرانزټ د ګاډو نه په لاره ډېرې بډې رشوتې اخيستل کیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG