لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډیلي: لاریون کونکي د بابري جومات پرځاي مندر غواړي


واشنګټن: په لسګونو زرو سخت دریځو هندوانو د هندوستان په پلازمېنه کې د اتوار یا یکشنبې په ورځ د یو لاریون په ترڅ کې غوښتنه کوله چې د ویجاړ شوي بابري جومات پر ځای دې د هندوانو مندر جوړ کړای شي.

لاریون کونکو له لومړي وزیر نریندرا مودي څخه غوښتنه کوله چې په ایودهیا کې دې د هندوانو مندر یا عبادت خانه جوړه کړای شي ځکه هندوان په دې باور لري چې د دوی خدای رام همدلته زېږېدلی دی.

د ویشوا هندو پریشاد سخت دریځه ډله چې د مودي بهارتیا جناتا پارټي متحده ډله ده وايي، په دغه ځای کې لومړی د هندوانو مندر وو مخکې له دې چې مسلمانو واکمنو په ۱۵۲۸ کې هغه ویجاړ او بیا یې پرې د بابري په نامه خپل جومات جوړ کړ.

د بابري جومات په ۱۹۹۲ کال کې د سخت دریځو هندوانو لخوا ویجاړ کړای شوی چې له امله یې په ټول هندوستان کې د شویو لاریونونو په ترڅ کې ۲۰۰۰ کسان مړه شوي وو چې اکثره یې مسلمانان وو.

د بابري جومات تر ویجاړېدو او خونړیو لاریونونو وروسته د هندوانو او مسلمانو ډلو د هندوستان له سترې محکمې څخه وغوښتل چې دغه شخړه دې حل کړي.

د هند دغه لوړې محکمې بیا په دې اړه د خپلې پرېکړې لپاره د زیات وخت لپاره غوښتنه کړې وه.

د مودي ملاتړي په هغه باندې نیوکې کوي چې په پارلمان باندې زور نه راوړي تر څو د قانون له مخې د هندوانو د عبادت ځای د جوړېدو ضمانت وکړي.

مودي چې د ۲۰۱۹ کال ټاکنو لپاره بیا درېږي، په ۲۰۰۲ کال د ګوجرات ایالت وزیر اعلی وو او دا هغه وخت وو چې د مسلمانانو پرضد لاریونونو کې تر زرو زیات مسلمانان مړه شوي وو.

مخالفو ګوندونو او ناقدینو د اوږده وخت راهیسې په مودي باندې نیوکې کولې چې ددغه مذهبي تاوتریخوالي د درولو په برخه کې یې کافي څه نه وو کړي.

مخکې له هغې چې نریندرا مودي د هندوستان لومړی وزیر شي، امریکا هغه ته په ګوجرات کې د بشري حقونو څخه د تیري د تورونو له امله په ۲۰۰۵ کال کې امریکا ته د راتګ لپاره وېزه نه وه ورکړې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG