لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نېکي هېلي: پاکستان ته باید یو ډالر هم ور نه کړل شي


واشنګټن: په ملګروملتونو کې د امریکا تلونکې سفیره نېکي هېلي وايي، پاکستان ته باید تر هغو پورې یو ډالر هم ورنه کړل شي ترڅو یې ځان نه وي سم کړی.

اغلې هېلي دغه خبرې د امریکا مشهورې مجلې دي اټلانټیک سره په یوې اوږدې مرکه کې کړې دي.

"پاکستان ته وګورئ! په بیلنونو ډالر یې اخیستي خو بیا هم ترهګرو ته پټنځایونه ورکوي چې له هغو پټنځیوڅخه بیا زمونږ پوځیان وژل کېږي."

مېرمن هېلي زیاتوي، دا هېڅکله هم سم کار نه دی.

له اټلانټکېک مجلې سره نیکې هیلې د امریکا د بهرني سیاست او یو شمېر نورو مهمو مسلو باندې خبرې کړيدي.

"مونږ ته په کار نه ده چې داسې هېوادونو ته پیسې ورکړو چې زمونږ ملګرتیا نه کوي ځکه داسې ډېر هېوادونه شته چې غواړي زمونږ ملګري شي."

په ملګروملتونو کې د نېکي هېلي د کار دوره ددې کال تر پایه پای ته رسېږي او پرځای یې ولسمشر ټرمپ د بهرنیو چارو ویانده هیدړ نواړټ نومولې ده.

نوموړې ولسمشر ډانلډ ټرمپ ته داسې یو کتاب ښودلی وو چې په کې د هغو هېوادونو نومونه کتار شوي وو چې له امریکا پیسې اخلي خو بیا د امریکا لپاره په ملګروملتونو کې رایه نه ورکوي.

په ملګروملتونو کې د امریکا تلونکې استازې نېکي هېلي د امریکا له اټلانټیک مجلې سره په خپلې دغې اوږده مرکه کې د فلسطین، سوریې، شمالي کوریا او د یو شمېر نورو هېوادونو په اړه هم خبرې کړې دي.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG