ترکي ويلي، د خاشقجي د قاتلانو ورکولو په خواست رد کولو د سعودي عرب څخه ناامېده شوي دي.
ژورنالسټ جمال خاشقجي په استنبول کې د سعودي عرب په قونصلګرۍ کې وژل شوی ؤ.
د ترکي دولتي خبري ادارې (انادولو) د ترک صدر رجب طيب اردګان د مخابراتو د مشر فرحتين له قوله ويلي، دا اوس په نړيواله ټولنه ده چې خاشقجي ته د نړیوال عدالت ته د لارې انصاف ورکړي.
د ای پي ترمخه تېره اوونۍ ترکي د سعودي عرب د وليعهد شهزاد محمد بن سلمان د دوه پخوانيو ملګرو د نيولو امر کړی ؤ، د چا په اړوند چې خيال کیږي چې د هغې ډلې مشري يې کوله چا چې خاشقجي وژلی او ټوټې ټوټې کړی يې ؤ.
خاشقجي په دوېم اکتوبر په استنبول کې د سعودي عرب قونصلګرۍ ته تللی او بيرته ترې نه ژوندی نه ؤ راوتلی.
راپورونه وايي د سعودي عرب د بهرنيو چارو وزیر ويلي چې د ترکي دغه خواست يې رد کړی او سعودي عرب خپل وګړي بل چا ته نه سپاري.
سعودي چارواکي وايي هغه ايجنټان چې خاشقجي يې وژلی دوي د خپل واک څخه يې سرغړونه کړې ده.
د سعودي عرب د حکومت ناقد ژورنالسټ جمال خاشقجي چې په امریکا کې مېشت ؤ، د هغه د وژنې تورونه د سعودي عرب په وليعهد محمد بن سلمان لګول کيږي.
نزدې يوه اوونۍ وړاندې د امریکا د سېنېټ دوه مهمو سېنېټرانو ویلي، د دې خبرې قوي ثبوتونه دي چې د سعودي ژورنالسټ جمال خاشقجي په وژنه کې د سعودي عرب د وليعهد شهزاده محمد بن سلمان لاس ؤ.
خو تېره مياشت صدر ډانلډ ټرمپ ويلي، چې په دې اړوند هيڅ ثبوت نشته چې د خاشقجي په وژنه کې وليعهد نېغ په نېغه لاس لري.