لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټېریسا مې هڅه کوي چې برګزېټ وژغوري


واشنګټن: د امریکا معتبرې ورځپاڼې نیویارک ټایمز لیکلي، په داسې حال کې چې له اروپايي ټولنې څخه د برتانیې د وتلو تړون یا برکزېټ له ګواښ سره مخ دی، ټېرېسا مې غواړي هغه وژغوري.

ټاکل شوې وه چې د برتانیې وکیلان په برکزیټ باندې د نهې یا سې شنبې په ورځ رایه واچوي خو وروسته له هاغې چې نه یواځې مخالفینو بلکه د ټېریسا مې خپل محافظه کار ګوند هم په دغه تړون باندې نیوکې وکړې، مېرمن مې په دې اړه رایه اچونه وځنډوله.

نیویارک ټایمز وړاندې لیکي، که چېرې ټېریسا مې په کم توپیر د برکزېټ تصویب کېدل له لاسه ورکړي نو بیا به هم هغه خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

ورځپاڼه زیاتوي هغه کولای شي د اروپايي ټولنې له مشرانو څخه وغواړي چې په دغه تړون کې ځینې بدلونونه راولي که څه هم داسې نه ښکاري چې هغوی دې ورته ډېر څه ورکړي.

له هغې وروسته بیا هغه کولای شي دغه نوی تړون یو ځل بیا پارلمان ته په دې هیله واستوي چې دا چل یې کار وکړي.

د برتانیې لومړۍ وزیره ټېرېسا مې په غبرګون کې د نهې یا سې شنبې په ورځ په داسې حال کې له اروپايي مشرانو سره کتل پیل کړل چې هڅه کوي له اروپايي ټولنې څخه د برتانیې د وتلو تړون یا برکزیټ پر ځای وساتي.

د ټېرېسا مې ویاند وویل، د هالنډ له لومړي وزیر مارک رت سره د هغې خبرې ګټورې وې او دواړو دا ومنله چې په دې مسله به کار کوي.

د برتانیې په پارلمان کې به د جنورۍ په ۲۱ نېټه په دې اړه نوې رایه اچونه وشي.

همدارنګه ټاکل شوې ده چې اغلې مې به د سې شنبې په ورځ د جرمني له لومړۍ وزیرې انګېلا مرکل او د اروپايي شورا له مشر ډانلډ ټسک سره هم وګوري.

ډانلډ ټسک په ټوېټر باندې لیکلي وو چې دی هېڅ داسې کوم قصد نه لري چې پر دغه تړون دې بیا خبرې وشي.

برتانیه به د مارچ په ۲۹ نېټه له اروپايي ټولنې څخه وځي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

د چین نه نوی خور شوی وایرس - پاکستان کې یې په اړه اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG