لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دافغانستان د لاجوردو ۴۰۰۰ کلنه تجارتي لارپرانستل شوه


دلاجوردو تجارتي لارې دپرانستلو په مراسیمو کې چې نن (زیارت) دافغانستان په هرات ولایت کې ترسره شوي پکې دافغان ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون، دترکیې ،ترکمنستان ،اذربايجان او ګرجستان هیوادونو استازو هم پ برخه واخسته.

ولسمشر محمد اشرف غني هرات ولایت ته له رسیدو وروسته جوړې شوې غونډې ته په خبرو کې وویل چې ۱۷ کاله وړاندې افغانستان د انزواع په حال کې ؤ خو اوس دهاغو ګواښونو پروا نه ساتي کوم چې د سرحدونو د تړلو په تړاو به ورته کیده.

نوموړي وویل "۱۷ کاله وړاندې افغانستان په انزواع کې و،مونږ چاسره داړیکو لار نه درلوده څو کاله وړاندې مونږ په دې ګواښل کیدو که دا سرحد یا هغه سرحد وتړل شي دخوراک ډوډۍ به ونه لرئ خو نن افغانستان ونښلول شو"

اشرف غني وویل افغان حکومت غواړي چې افغانستان دنړۍ او سیمې هیوادونو سره په تجارتي کچه ونښلول شي اوله هغوی څخه دهمکارۍ اود وصل کیدو هیله لري.

نوموړي وویل "مونږبیلوالۍ نه غواړو مونږ انزا نه غواړو مونږ اړیکې او همکاري غواړو"

محمد اشرف غني زیاته کړه دلاجوردو دلاردپرانستل کیدوهدف له سویلي اسیا هیوادونو سره دافغانستان د تجارتي لارو تړل کیدل نه دي اوهیله یې وښوده چې په بل اقدام سره به له همدې لارې مرکزي اسیا له جنوبي اسیا سره ونښول شي.

اشرغني وویل"نن چې دا لاره پرانیستل شوه له جنوبي اسیا هیوادونو سره دافغانستان دتجارتي لارې د تړل کیدو په معنی نه دی برعکس دا یو داسې اقدام دی چې دلاجوردو دا لاربه سویلي اسیا په دویم اقدام کې له مرکزي اسیا قفقاز او اروپا سره وصل کړي"

همداراز اشرف غني له هغو هیوادونو مننه وکړه چې د لاجوردو تجارتي لارې د جوړیدوپه چارو کې یې مرسته کړې او په وینا یې ترکمنستان ،اذربایجان ،ګرجستان او ترکیه هغه هیوادونه دي چې په دې برخه کې یې په سلګونه میلیونه ډالره پانګونه کړې ده.

دلاجوردو لار پرانیستلو لپاره په جوړه شوې غونډه کې ترکمنستان ټرانسپوټ وزیر او په کابل کې دترکیې هیواد سفیرهم خبرې وکړې او له افغان حکومت او ولس سره یې دتجارتي اړیکو دپراختیا ترڅنګو په نورو بیلابیلو برخو کې دهمکاریو ژمنه وکړه.

دغونډې له مراسیمو وروسته ولسمشر محمد اشرف غنی د لاجواردو تجارتی لار دپټي په پریکولو سره پرانستله او په ۹ موټرو کې ۱۸۰ تنه تجارتي مالونو چې په هغې کې پنبه،ممیز کوجند اودهندواڼو تخم شامل دي، دسویلي اسیا اواروپايي هیوادونو په طرف یې حرکت وکړ.

دلاجوردو تجارتي لاردافغانستان عقینې او تورغونډۍ بندرونو څخه پیل کیږي اوله ترکمنستان،اذربايی جان،ګرجستان اوله ترکیې وروسته افغانستان له ارپايي هیوادنو سره نښلوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG