لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تېرېسا مې د خپل ګوند د بې باورۍ په رایه کې وژغورل شوه


واشنګټن: د برتانیې لومړۍ وزیره ټېرېسا مې وروسته له هاغې چې د خپل ګوند د بې باورۍ په رایه کې وژغورل شوه، ښايي بېرته د زیارت یا پنجشنبې په ورځ برسلز ته ولاړه شي تر څو د بړګزیټ په برخه کې د اروپايي مشرانو ملاتړ راخپل کړي.

مې په روانه اونۍ کې د اروپايي ټولنې له مشرانو سره د دوهم ځل لپاره ګوري او هڅه کوي له اروپايي ټولنې څخه د برتانیې د وتلو تړون یا بړکزیټ وژغوري.

مې وروسته له هاغې د اروپايي مشرانو د لیدلو لپاره له هېواده ووتله کله چې هغې ددغه تړون په اړه په پارلمان کې رایه اچونه له دې وېرې وځنډوله چې ښايي رد شي ځکه نه یواځې د مخالفینو بلکه د خپلو ګوندي غړو لخوا یې هم مخالفت کېده.

تر دې مهاله اروپايي مشرانو هیله څرګنده کړې چې له برتانیې سره په یوه نه یوه ډول مرسته وکړي خو دا یې روښانه کړې ده چې دا قصد نه لري چې د تړون په هغو شرایطو بیا خبرې وکړي په کومو باندې چې دواړو غاړو تر دې مخکې په میاشتو میاشتو کار کړی وو.

اروپايي مشران د زیارت او جمعې په ورځ سره ویني او د اروپايي شورا مشر ډانلډ ټسک ویلي، دوی به له غونډې مخکې د حالاتو په اړه د مې ارزونو ته غوږ ونیسي او بیا به په غونډه کې له مې پرته په هغو ټکو باندې خبرې وکړي.

د ټېرېسا مې محافظه کار ګوند د شورو یا چهارشنبې په ورځ د ۱۱۷ په وړاندې د ۲۰۰ تایید رایو په ورکولو سره هغه په واک کې وساتله او په روان کال کې یې د مشر ټاکلو د یوې بل چلنج مخه ونیوله.

د رایه اچونې له بهیر مخکې له محافظه کارو کیلانو سره د تړلو دروازو شاته په خبرو کې مې ویلي وو چې هغه به د ۲۰۲۲ کال له ټاکنو څخه مخکې د برتانیې له مشرۍ څخه لاس واخلي او همدې خبرې ښايي له هغې سره مرسته کړې وې.

د مخالف کارګر ګوند مشر این لېورې په یو بیان کې ویلي، چې د ټېرېسا مې کمزوتیا او ناکامي تېرېږي په بشپړه توګه حکومت درولی په داسې حال کې چې هېواد له دې بحراني حالت څخه تېرېږي.

دا لا څرګنده نه ده چې په خپل ګوند کې له ګټلو سره به تېرېسا مې په پارلمان کې هم د بړکزیټ د تړون لپاره کافي ملاتړ ترلاسه کړي او کنه؟

ټاکل شوې ده چې برتانیه به د ۲۰۱۶ کال د ټول پوښتنې یا ریفرنډم د پایلې له امله د ۲۰۱۹ کال د مارچ د میاشتې په ۲۹ نېټه له اروپايي ټولنې څخه ووځي.

په ورته وخت کې په لندن کې د تېرو څو ورځو راهیسې د بړکزیټ د تړون ملاتړي او مخالفین لاریونونه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG