لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان په "جوی لېنډ" فلم د پابندۍ د ختمولو اعلان کړی


 فلم د يو واده شوي سړي د کردار نه چاپېره چورلي. دغه سړی په سټېج ډانس يا نڅا کوي او د نرښځي سره په مينه کې مبتلا کيږي
 فلم د يو واده شوي سړي د کردار نه چاپېره چورلي. دغه سړی په سټېج ډانس يا نڅا کوي او د نرښځي سره په مينه کې مبتلا کيږي

پاکستان په "جوی لېنډ" نومې پاکستاني فلم پابندي ختمه کړې خو د حکومت یو چارواکي ویلي په سېنما د ښودل کېدو نه مخکې به د فلم نه ځینې برخې لرې کولی شي.

جوی لېنډ نړيواله جايزه ګټلې خو دا تنقید پې شوی و چې ځينې مواد يې ډېر د اعتراض وړ دي.

فلم د يو واده شوي سړي د کردار نه چاپېره چورلي. دغه سړی په سټېج ډانس يا نڅا کوي او د نرښځي سره په مينه کې ښکېل کيږي.

ټاکل شوې وه چې دغه فلم به په 18 نومبر د پاکستان په سنېماګانو کې نندارې ته وړاندې کېدو.

جوی لېنډ لومړی پاکستانی فلم دی چې د کان په فلمي مېله کې يې جايزه ګټلې ده.

فلم ته حکومتي سنسر بورډ د اګست په میاشت کې په سنېماګانو د چلولو اجازه ورکړې وه.

خو د اطلاعاتو وزارت ویلي، چې د فلم په اړوند ورته شکايتونه شوي چې داسې مواد لري چې "زمونږ د ټولنيزو ارزښتونواو اخلاقي اقدارو سره سمون نه خوري."

په فلم د حکومت د پابندۍ د لرې کولو په اړه د وزیراعظم شهبازشریف یو مرستیال سلمان صوفي اېسوسي اېټېټډپرېس خبري ادارې ته وویل چې شهباز شریف یوه کمېټي جوړه کړې وه چې د فلم کتنه وکړي. هغه وویل کمېټۍ وړانديز کړی چې د فلم ځینې برخې دې لرې کړی شي او په سېنماګانو د نمایش دپاره يې فلم منظور کړو.

د ای پي ترمخه صوفي وویل د فلم د ښودلو فېصله دا پېغام وړاندې کوي چې حکومت د تقریر د ازادۍ تحفظ کوي او د بدنامۍ او د غلطو معلوماتو په بنیاد د تخلیقي ازادۍ مخه نشي نیول کېدی.

فلم جوړونکي صايم صادق په فلم د پابندۍ فېصله غېر اييني او غېرقانوني يللې وه او ویلي يې وو چې "د دغه ناانصافۍ پرضد به غږ پورته کوي."

د جماعت اسلامي سېنېټر مشتاق احمد خان په فلم اعتراض کړی و چې او د پاکستانۍ ټولنې د اقدارو په ضد يې بللی و.

نوموړي په ټويټر د دغه فلم د بنديز غوښتنه کړې او ویلي يې وو، "هغه د پي ډي اېم د حکومت غندنه کوي چې هم جنس پرستۍ ته وده ورکوونکي ته فرانسي اېوارډ ګټونکي فلم ته یې په پاکستان کې نندارې ته د وړاندې کېدو اجازه ورکړې ده".

هغه ويلي د دې فلم د ودرولو په لړ کې به ولس خبروي او جايزه قانوني لارې به کاروي.

صايم صادق په حکومت نيوکې کړي وې چې د هغه په قول د ځينو انتهاپسندو د فشار له امله يې دغه ګام پورته کړی او د اطلاعاتو په وزارت يې غږ کړی چې خپلې پرېکړې ته بيا کتنه وکړي.

پاکستان کې د فلم او هنري ټولنې سره تعلق لرونکو په فلم په بنديز تنقید کړی و او پوښتنې يې راولاړې کړي وې چې په داسې ملک کې په فلم بنديز لګول شوی چرته د نرښځيانو قانوني حقونه منل شوي دي.

پاکستان کې په وروستيو کې نرښځیانو ته يو شمېر حقونه ورکړی شوي چې پکې د ووټ د ورکولو او نوکرۍ ترلاسه کولو حق هم شامل دی.

د ای پي ترمخه، د وزیراعظم مرستیال سلمان صوفي دا و نه وېل چې د جوی لېنډ نه به کومې برخې لرې کولی شي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای او د ای پي د رپورټ نه اخیستل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG