لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 په پاکستان کې د مطبوعاتو ازادي نوره د فشار لاندې راغلي ده، سي پي جی


د ژورنالسټانو د تحفظ نړیوالې اداره (سي پي جی) وايي، په پاکستان کې د ژورنالسټانو وژنې کمې شوي خو ورسره د مطبوعاتو ازادي هم راکمه شوې ده.

سي پي جی په خپل تازه رپوټ کې ويلي د پاکستان طاقتوره پوځ په خاموشۍ سره او په موثره ډول مالوماتو ته د رسايي مخه نیولې او د لاسوهنې د لارې يې خپلسره سنسرشپ ته دوام ورکړی او ښايي د ژورنالسټانو پرضد تشدد راپاروي.

ادارې په خپل ځانګړي رپوټ کې ويلي هغه ژورنالسټان چې په واکمنو تنقيد کوي په هغو بريدونه کيږي، ګواښونه ورته ورکولی شي يا نيولی کيږي.

په رپوټ کې د مطبوعاتو د ازادۍ د فعالانو له قوله ويل شوي چې په ملک کې د ترهګرۍ د لړۍ راکمولو سره په ژورنالسټانو د تشدد لړۍ راکمه شوې خو مديران او ژورنالسټان وايي په پاکستان کې دا وخت د رسنیو په ازادۍ د پوځي امرانو د دور نه سېوا بد وخت دی.

د ژورنالسټانو د ساتنې نړيوالې ادارې خپل تازه رپوټ په داسې وخت کې خپور کړی چې په په وروستيو کې په پاکستان کې د وايس اف امريکا د اردو او پښتو (ډيوه) وېب پاڼې بندې کړی شوي دي.

د سي پي جی په رپوټ کې ويل شوي پوځ په پاکستان کې خپل طاقت نور سېوا کړی او هغه په ټولنه، اقتصادي برخه او سياسي نظام کې په ډاګه ښکاري.

سي پي جی وايي پوځ په روايتي توګه غېر پوځي حکومتي مشري مني خو ورسره دوي په جمهوري سیاست باندې فشار هم ساتي، پوځ په ځان د افغان طالبانو او لشکر طيبه د ملاتړ تورونه ډېر حساسه ګڼي.

په رپوټ کې زیاته کړی شوې چې پوځ د بلوچستان په ګډون چرته بېلتون خوښي او مذهبي تندلاري شتون لري هلته رپوټنګ هم منع کړی دی.

سي پي جی په خپل رپوټ کې ويلي، پوځ، استخبارات، او د دوي سره تړاؤ لرونکي او سیاسي ډلې دا هغه مشکوک سرچینې دي چې په تېره لسیزه کې يې ۲۲ ژورنالسټان وژلي دي.

په ياد رپوټ کې ويل شوي چې پوځي ویاند مېجر جنرل اصف غفور په دغه رپوټ خپل غبرګون نه دی ويلی او د اطلاعاتو د وزير سره ټاکل شوې مرکه په وروستو څو دقيقو کې حکومت لغوه کړې ده.

د سي پي جی په رپوټ کې ويل شوي دوي د پاکستان د بېلابيلو ښارونو سفرونه کړي او په رپوټ کې تېر کال په ژورنالسټانو د تشدد پېښې هم رپوټ شوي دي.

سي پي جی په يو بل رپوټ کې ويلي په کال ۲۰۱۸م کې په ګرده نړۍ کې ۲۵۰ ژورنالسټان بندي کړی شوي او په دغو ژورنالسټانو کې زيات په چين، مصر او سعودي عرب کې بندي شوي او د بندي ژورنالسټانو دپاره ترکي تر ټولو بد هېواد ياد کړی شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG