لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شمالي وزیرستان کډوال: د عمران خان د کور مخې ته احتجاج کوو چې کډوال ورته ياد شي


په شمالي وزيرستان کې د پوځي عملياتو په مهال کډوال خلک وايي په بني ګاله کې د وزيراعظم د کور مخې ته احتجاج کوي چې ورته ورياد کړي د شمالي وزيرستان کډوال اوس هم لا په کېمپونو کې دي.

د شمالي وزیرستان د کډوالو د کمېټۍ مشر ملک غلام خان وايي، د ضرب عضب عملیاتو نه کډوال شوې نزدې ۲۸ زره کورنۍ تراوسه د کډوالۍ ژوند کوي.

نوموړی وايي کډوالو هيله درلوده چې د تحريک انصاف حکومت به د دغو خلکو د بيرته ستنېدو دپاره کوم قدم پورته کړي خو د حکومت د ۱۰۰ ورځو په پلان کې د دوي هډو تپوس ونه شو ځکه دوي په ۲۰م دسمبر د وزيراعظم د کور مخې ته د احتجاج اعلان کړی دی.

د کډوالو د کمېټۍ مشر وايي په کډوالو کې ۲۱۷۵ کورنۍ د بنو په بکاخېلو کې ژوند کوي، د ژمي یخ موسم راغلو د دوي خېمې ډېرې زړي دي، او د ۱۲زره روپو امداد دوي ته د تېرو درېو مياشتو راهسې هم نه دی ورکړی شوي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل د بکاخېلو په کېمپ کې اته سوه کورنۍ داسې دي چې د هغو اندراج نه دی شوی ځکه نو هغو ته هډو څه امداد نه ورکول کيږي، او څوک چې د کېمپ نه بهر دي هغوي د دوې نه زيات په بد حال کې دي.

غلام خان وايي دا وخت په افغانستان کې د شمالي وزيرستان نزدې لس زره کډوال مېشت دي خو حکومت د دوي د بيرته ستنېدو هيڅ تګلاره نه لري او نه د افغانستان دولت د دغو کډوالو سره څه مرسته کوي.

هغه دا تور هم ولګوؤ چې د افغانستان نه ځينې کډوالو بيرته راتلل غوښته خو د پاکستان دولتي چارواکو په پوله پرې نه ښودل او ورته يې وويل چې د دوي اسناد نيمګړي دي.

هغه دا هم وويل چې نه خو بې کوره خلک بیرته خپلو علاقو ته ستانه کړی شو او نه چې کوم بيرته لېږل شوي د هغوي دپاره پوره بندوست شوی او د ورانو کورونو جوړولو دپاره ورته پوره اسانتياوې ورکړی شوي دي.

د قدرتي افتونو په وخت په قبايلي سيمو کې د انتظام د ادارې (اېف ډي اېم ای) د شمېرو ترمخه دا وخت د شمالي وزيرستان ۱۴ زره کورنۍ کډوالې دي خو غلام خان وايي د دوي سره د کډوالو شمېره ۲۸ زره ده.

د اېف ډي اېم ای وياند احسان داوړ وايي شمالي وزیرستان ته ۹۰ فيصده کډوال بيرته ستانه کړی شوي او دغه عمل دوام لري.

هغه ويلي دوي هغو سيمو ته بيرته خلک ستنوي چې ځايي انتظاميه ورته د کډوالو بيرته لېږلو اووايي.

غلام خان وايي چې د مرکز ميران شاه ماچس، ظفر ټاؤن او افغان پولې ته جوختې پرتې د دته خېل، لواړه، زوي سېدګۍ او شوال علاقو ته تر دې دمه خلک بيرته نه دي ستانه کړی شوي.

هغه وويل حکومت خو په شمالي وزيرستان کې د بشپړ امن پرځای کېدو ادعاوې کوي خو ځايي خلک تراوسه کډوال دي بايد دا خلک خپلو علاقو ته ولېږل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG