لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: سپریم کورټ حکومت ته د غبرګ شهریت لرونکو د سرکاري نوکریو د ختمولو امر کړی


اسلام اباد ـــ د پاکستان سپریم کورټ مرکزي حکومت ته امر کړی چې، د قانون سازۍ دا لارې د پاکستان نه علاوه د بل کوم هېواد شهریت لرونکي سرکاري افسران دې له خپلو نوکریو لرې کړي.

د هېواد اعلی عدالت له وړاندې د غبرګ شهریت لرلو په سر له بېلا بېلو ګوندونو سره تړاو لرونکي یو شمېر پارلیماني غړي نا اهله ګرځولي دي.

د پاکستان د سرکاري مېډيا د خبر له مخې په عدالتي فیصله کې حکومت ته د داسې قانون جوړولو ویل شوي چې غبرګ شهریت لرونکي پاکستاني افسران دې یا خو د بل هېواد د شهریت لرلو یا د پاکستان د نوکرۍ پرېښودلو یوه لاره خپله کړي.

د جسټس ثافب نثار په مشرۍ درې کسیزه بېنچ د جمعې په ورځ په خپله فیصله کې غبرګ شهریت لرونکي پاکستاني سرکاري افسران د پاکستان د رياستې ګټو لپاره خطر ګڼل شوي دي.

مشر قاضي د ځانګړي ازخود نوټس په بنیاد د سرکاري افسرانو او ججانو د بل کوم هېواد د شهریت لرلو د مقدمې د اورېدنې پرېکړه کړې وه او عدالت د روان کال په سپتمبر میاشت کې د دغې مقدمې فیصله محفوظه ساتلې وه.

له وي.او.اې ډیوه سره په خبرو کې وتلي قانونپوه او د سپریم کورټ د وکیلانو د تنظیم پخواني مشر قاضي انور د عدالت دغه فیصله ستایلې ده:

"په آیین او قانون کې خو د سرکاري ملازمت لپاره لومړنی شرط دا دی چې پاکستانی به وي، خو که یو سړی پاکستانی هم دی او د بل ملک هم دی نو بیا خو د دوو ملکونو وفادار دی، که د ازمېښت وخت راغی نو کېدای شي هغه د بل ملک وفادار زیات او د خپل ملک کم شي".

په پاکستان کې له وړاندې داسې قانون نه شته چې د بل کوم هېواد په شهریت لرونکي تن باندې په پاکستان کې د سرکاري ملازمت بندیز ولګول شي.

قاضي انور وایي باید د پارلمان له لارې په دې اړه د هېواد په آیین کې بدلون راوستل شي، چې نه یواځې سویلین سرکاري ملازمین بلکې پوځې او د ټولو اړوندو ریاستې ادارو د چارواکو لپاره دې دغه بندېز لازم وګرځول شي.

د دغې مقدمې د اورېدنې په وخت د پلټنو د مرکزي ادارې ایف ای اې له خوا سپریم کورټ ته د ورکړل شوي رپوټ له مخې په ګرد هېواد کې د سرکاري ملازمینو شمېر دوه لکه اویا زره دی، چې په دغو کې 1000 تنو د غبرګ شهریت لرلو پخلی کړی دی.

ایف ای اې وایي په دغو زر تنو کې 616 افسرانو په خپله خوښه خپل غبرګ شهریت ښودلی، خو 148 داسې افسران هم دي چې خپله پېژندنه یې پټه ساتلې ده.

د ایف ای اې په وینا په دغو افسرانو کې 291 داسې هم دي چې دوی یواځې پاکستانی شهریت لري، خو مېرمنې یې د پاکستان په ګډون د بل هېواد شهریت هم لري، خو دوی د خپلو مېرمنو دغه بهرنی شهریت پټ ساتل دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG