لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نيازبين زوي مې داسې قربانې ورکړې چې "نه پرې فرض وه او نه پرې قرض وه"


د پېښور په سکول ترهګر بريد کې د وژل شوي محمدعلي خان مور وايي، زوي يې داسې قربانې ورکړې چې "نه پرې فرض وه او نه پرې قرض وه".

په ۱۶م دسمبر ۲۰۱۴ د پېښور په سکول شوي ترهګر بريد کې د ۱۵۰ پورې کسان وژل شوي چې زياتره د سکول زده کوونکي ماشومان وو، پاکستاني طالبانو د دغه بريد زمه واري منلې وه.

د محمد علي خان مور وايي ، "یک يو نیازبین يې په خوندي لاسو کې داخل کړی ؤ خو هلته ترې ترهګرو واخيستو چا واخيستو پوی هم نه شوم، د ۱۵ کالو خواري وه په ۱۵ سيکنډو (دقيقو) کې یې رانه واخيسته".

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې دغه مور وايي ۱۶م دسمبر يې ژوند په ځای ودرولی دی.

د تنکي خان مور وايي، هغه نه ګڼي چې په ژوند کې به يې سکون راشي خو وايي " که انصاف راته مېلاؤ شي نو مونږ به کم از کم هغه ترهګر، لږ زړه خو به مو يخ شي کنه".

دغه مور وايي وړو بچو يې قرباني ورکړې نه ده "دا قرباني زمونږ نه په زور اخيستل شوې ده، زما بچي هيڅ حلف (سوګند) نه ؤ اخيستی،زما بچي دا نه ؤ کړي چې زه يو جنګ له ځم د هغه لاس کې ما کتاب او قلم ورکړی ؤ".

د خان مور وايي ډېر زور ورته هم دا خبره ورکوي چې دوي ته خپل او د بچو قصور نه دی مالوم چې ولې يې ماشومان ووژل شو، هغه پوښتنه کوي چې مسلمانه ده، پاکستانۍ ده او پښتنه ده ځکه؟ ډېر سوچ وکړي خو خپل قصور ورته نه ښکاري.

"خلک چې صدقه ورکوي چرګان حلال کړي چيلي حلال کړي دلته زمونږ بچي حلال شو، ولې؟ د دې قربانۍ دپاره يواځې زما بچی ؤ زما دا نور واړه واړه بچي وو".

دا مور د هغه عدالتي کمېشن نه څومره مطمئن ده چې د پېښور په سکول د ترهګر بريد د پلټنو دپاره جوړ شوی؟،

دا وايي اول خو دوي رپوټ ته په تمه دي ځکه چې "د اولې ورځې نه دوي د پېښې اصل کردار، اصل سهولت کار" چې څنګه يو ترهګر سکول ته ورسېدو؟ هغه ټول مالوم شي.

او زياتوي "زما خو دا مطالبه ده چې دې خلکو ته په دغې سکول کې پانسي ورکړی شي".

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG