د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د ۱۵ نورو ترهګرو د تېزندي کولو منظوري ورکړې ده، او پوځي عدالتونو ۲۰ نورو ته د بند سزا اورولې ده.
پوځ ويلي، دا ۱۵ واړه سخت دريځه ترهګر د ترهګرۍ په پېښو، امنيتي ځواکونو باندې بريدونو، تعليمي ادارو په ورانولو او ملکي وګړو په وژنو کې ککړ وو.
ويل شوي دې ترهګرو ته پوځي عدالتونو سزاګانې اورولې دي.
پوځ نن د پوځي عدالتونو هغه شمېرې هم خپرې کړي چې پوځي عدالتونو ته ۷۱۷ مقدمې لېږل شوې ۵۴۶ پکې پوځي عدالتونو فېصله کړي ۳۱۰ ترهګرو ته د مرګ سزاګانې او ۲۳۴ ته د قېد سزاګانې اورول شوي دي.
ويل شوي تر دې دمه ۵۶ ترهګرو تېزندي کړی شوي دي.
دا شمېرې دوه ورځې وړاندې د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ هم په سوشل ميډيا خپرې کړې وې.
خو پوځ نن په ۱۶م دسمبر په داسې حال کې خپرې کړي چې د نن څلور کاله وړاندې په پېښورکې په ارمي پبلک سکول باندې ترهګر برید شوی ؤ.
په ياد بريد کې د ۱۵۰ پورې کسان وژل شوي چې زياتره يې د سکول زده کوونکي ماشومان وو. د برید زمه واري پاکستاني طالبانو منلې وه.
د ۱۶م دسمبر د بريد وروسته په ملک کې پوځي عدالتونه جوړ کړی شوي وو.
پوځ ويلي په ۵۶ تېزندي کړی شوؤ ترهګرو کې پينځه هاغه هم دي څوک چې د پېښور په سکول بريد کې ککړ وو.
خو د پېښور په سکول ترهګر بريد کې د وژل شوؤ ماشومانو ميندې او پلاران وايي د بريد اصل کردار دې ښکاره کړی شي چې د دې په شا د چا لاس ؤ، ترهګر څنګه سکول ته راورسېدل، او د چا بې پرواهي وه چې دومره ماشومان ووژل شو؟.