د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ویلي، د دفاع وزیر يې جېم مېټس به د فرورۍ په وروستيو کې دغه چوکۍ پرېږدي.
نوموړي د زيارت، پنجنشبې په ورځ دغه اعلان کړی او ويلي يې دي،"جېم مېټس د دوه کاله وزير دفاع پاتې کېدو وروسته د فرورۍ په وروستيو کې ريټايرډ کيږي".
نوموړي ویلي ؤ د جېم مېټس په وخت کې ډېر پرمختګ شوی او په ځانګړي ډول د جنګي سامانونو اخيستو په برخه کې، هغه زياته کړې مېټس يې د اتحاديانو په لړ کې مرسته کړې ده.
صدر ټرمپ ویلي، زر به د نوي دفاع د وزیر اعلان وکړي.
د جېم مېټس د چوکۍ پرېښودو خبر په داسې حال کې مخې ته راغلی چې صدر ټرمپ يوه ورځ وړاندې د شام نه د پوځونو ويستلو ويلي ؤ.
راپورونه وايي پېنټاګون د شام نه د پوځ ويستلو مخالف کړی ؤ.
پېنټاګون هم د دفاع وزیر جېم مېټس د مستعفي کېدو اعلاميه خپره کړې ده.
مېټس د ډانلډ ټرمپ د صدر جوړېدو پس سمدست د هغه په کابينه کې شامل شوی ؤ.
په مېرين ځواک کې د ۴۴ کالو پاتې کېدو وروسته مېټس په کال ۲۰۰۴م کې د عراق په فلوجه کې د خونړۍ جګړې په مهال د مېرين او برتانوي ځواکونو مشري کړې وه.