لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني دپېښور اؤ کوټې دلیکوالو داثارو چاپولو اؤ پېښور کې دفرهنګي خونې دپرانستو امر کړی


خوشحال سیمینار
خوشحال سیمینار

دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني دپښتو ژبې اؤ ادب د لا غوړولو په خاطر دپېښور په افغان بلډنګ کې دیوې فرهنګي خونې دپرانستلو امر کړی اؤ ددې ترڅنګ یې د افغانستان دعلومو اکیدیمۍ ته لارښوونه کړې چې د پښتونخوا اؤ کوټې د لیکوالانو او ادیبانو د آثارو په چاپولو کې فعاله برخه واخلي.

ولسمشر غني ویلي دافغانستان دولت ډیر زر په پېښور کې د پښتو دکلاسیک شاعر حمید مومند د مزار جوړولو کار هم پیلوي.

ولسمشر غني پرون پنجشنبه کابل کې دستر شاعر خوشحال خان خټک په اړوند راجوړ شوي یو څیړنیز سیمینار ته ونیا کوله چې پکې دپښتونخوا اؤ کوټي څخه ورغلو لیکوالو اؤ شاعرانو هم برخه لرله.

سیمینار ته خپله وینا کې اشرف غني وویل د خوشحال او نورو کلاسیکو شاعرانو او مفکرانو د لا ښې پېژندنې لپاره د هغه وخت د درسي کتابونو لوستل حتمي دي. ځکه دغو کتابونو د وخت د اداري نظام، اجتماعي او کلتوري ژوند د چارو لپاره موثر کسان وروزل.

محمد اشرف غني څرګنده کړه، د خوشحال د لا ښه درک لپاره د هغه د ژوند، هنر او فکر د مختلفو اړخونو تر منځ د پیوستون پیدا کول مهم دي.

هغه زیاته کړه، د خوشحال فکر او هنر د اسلامي تمدن د فکر او هنر ادامه ده. د اسلامي تمدن د اوج په زمانه کې له مراکشه رانیولې تر هند او چین پورې یو مشترک تمدن او مادي او معنوي ارتباطات وینو.

ولسمشر غني وویل، خوشحال د شکسپیر غوندې ستر شاعر او هنرمن دی، خو په شاعرۍ سربېره د قوم مشري هم ورپه غاړه وه او له ده سره چې کومې ارزوګانې وې، هغه میرویس نیکه عملي کړې او احمد شاه بابا یې د تکمیل هڅه وکړه.

اشرف غني له علومو اکاډمۍ او کابل پوهنتون څخه د دغه سمینار د تابیا، له کندهار پوهنتون څخه د دروېش دراني او طاهر اثر اپريدي د قدردانۍ په مناسبت د غونډو جوړولو او د کتابونو د چاپ او د یادو کتابونو له لیکوالو او خصوصااستاد حبیب الله رفیع څخه د خوشحال خټک د شعرونو د نادرې نسخې د چاپ له امله مننه وکړه.

په دې موقعه څېړنوال رفیع الله نیازي د خوشحال نړیوال علمي ــ څېړنیز سمینار پرېکړه لیک هم ولوست.

پرېکړه لیک کې په افغانستان کې د سترخوشحال په نوم د پوهنتون د نومولو ترڅنګ د عالي دولتي مډال د جوړولو،د خوشحال بابا د ادبي فرهنګي جایزې، د افغانستان او پښتونخوا پوهنتونونو او څېړنیزو مرکزونو کې د خوشحال بابا د اثارو په اړه د نویو څېړنو، د افغانستان د حکومت په مرسته د یونسکو سازمان ټولو ژبو ته د خوشحال بابا د اثارو د ژباړلو، د سمینار د مقالو د ټولګې د چاپ، د یونسکو په اثارو کې د خوشحال بابا د اشعارو د نادره لاسي نسخې دثبت او همدارنګه د دغې نسخې د خوندیتوب په اړه وړاندېزونه شوي وو.

ډاکټر اباسین یوسفزي چې په یاد سیمینار کې د ګډون په موخه له پښتونخوا څخه ورغلی وو، له ولسمشر غني څخه یې د دغه نړیوال سیمینار او څه موده وړاندې د پښتونخوا لیکوالانو ته د مډالونو او ستاینلیکونو د ورکولو له امله مننه وکړه.

هغه وویل، خوشحال زموږ د وحدت قوي فرهنګي حواله ده او لوی افغانستان دې سوکاله وي چې د وطن خلک او زموږ زړونه پرې راټول وي.

ښاغلي یوسفزي وویل، د کندهار، کوټې،کابل او پېښور ترمنځ یووالی د نږدېوالي نمونه ده او موږ ټول د خپلو ملي اثارو د خوندي کولو لپاره یوه خوله او همکار یوو.

هغه زیاته کړه، د رحمان بابا پر مزار له کابل څخه د ور استول شویو ډبرو په هر ځل لیدو د خوښۍ او ویاړ احساس کوي، نو د اتلانو د یاد د نمانځلو دغه لړۍ دې همېشنۍ وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG