لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان حکومت: د امريکايي ځواکونو وتل به يې په امنيت ډېرې اغېزې ونه لري


د افغانستان حکومت دغو خبرونو ته ډېر اهميت نه دی ورکړی چې ګنې امريکا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو کمولو په پلان غور کوي.

افغان حکومت ويلي افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه توان لري چې د خپل هېواد ساتنه او دفاع په خپله وکړي.

د زيارت، پنجشنبې په ورځ رويټر خبري ادارې د دوه امریکايي چارواکو له قوله ویلي ؤ، چې د ګڼو بحثونو په نتیجه کې، ښایي د هغو ١۴٠٠٠ امریکایي پوځیانو له ډلې څخه چې په افغانستان کې دي، څو زره یې له هغه هیواده راویستل شي.

نه خو د امريکې د دفاع وزارت او نه بيا سپينې ماڼۍ په خپله په دغه اړوند څه ويلي دي.

د افغان صدر اشرف غني مشر سلاکار فضل فضلي په ټويټر ويلي،

"که څو زره بهرني سرتيري چې مشوره ورکوي، روزنه او مرسته کوي، د هغو وتل به زمونږ په امنيت څه اغېزې ونه کړي په تېر څلور نيم کاله کې د هېواد امنيت زمونږ د سرتېرو په لاسو کې ؤ او د خپل هدف پورې به دي د خپلې خاورې ساتنه او دفاع کوي".

​هغه دا اوازې رد کړي چې ګنې د امریکا په مشرۍ د نړيوالو ځواکونو د وتلو سره به د افغانستان ملي دفاعي ځواکونه خراب يا سقوط شي.

هم دغه ډول ټويټونه د افغان صدر ویاند هارون چخانسوري کړي او ویلي يې دي،

"هغه وخت به اکثرو تحلیل ګرانو ویل، چې څه د پاسه یولک بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي او افغانستان به سقوط کوي، خو زموږ زړورو ملي امنیتی او دفاعي ځواکونو په خپلو قربانیو دغه تحلیلونه غلط ثابت کړل او د افغانستان ارضي تمامیت او خلکو څخه یې په میړانه دفاع وکړه"​.

راپورونه وايي د پلان ترمخه نزدې اووه زره امریکايي سرتيري به د جنورۍ په مياشت کې بيرته ستنېدل پېل شي او پاتې نور به هم په راتلونکو مياشتو کې ووځي.

بل لور ته په خپله امريکايي پوځي کمانډران شک کوي چې ايا افغان امنيتي دفاعي سرتيري به د بهرنیو سرتېرو د مرستې پرته د طالبانو فشار ته ودريږي هم او کنه.

دا تازه څرګندونې په داسې حال کې مخې ته راغلي چې په وروستو کې په متحده عرب اماراتو کې د امریکا او طالبانو ترمنځ نېغ په نېغه خبرې شوي دي.

په دغو خبرو کې پاکستان، سعودي عرب او متحده عرب امارات شريک شوي خو طالبانو د افغان حکومت د پلاوي سره مخامخ خبرې نه دي کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG