لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دښځينه لوبغاړو جنسي ځورونه:دفوټبال فیډریشن دمشرانو نومونه دسفري بندیز نوملړ ته اچول شوي


دافغانستان دفوټبال دښځینه لوبغاړو د جنسي ځورونې په قضیه کې ددغه هیواد لویې څارنوالۍ دفوټبال فیډریشن مشر اؤ ددغه ادارې د نورو څلورو غړو نومونه دسفري بندیز نوملړ ته اچولي دي.

دافغانستان دلویې څارنوالۍ ویاند جمشد رسولي خبریالانو ته ویلي د فوټبال دفیډریشن دکومو کسانو نومونه چې دسفري بندیز نوملړ ته اچول شوي په هغوئ کې د فیډریشن رئیس کرام الدین کرام ،مرستیال،ستر سکتر اؤ دامنیت مسول شامل دي.

څه دپاسه یوه میاشت اګاهو برتانوي ورځپاڼې ګارډین پخپل یو راپور کې راښکاره کړې وه چې دفوټبال فیډریشن ځينو مشرانو دافغانستان دفوټبال ټیم ښځینه لوبغاړې په جنسي ډول ځورولي دي.

ددغو تورونو مخې ته له راتلو وروسته دافغانستان ولسمشر اشرف غني ددغو تورونو د څيړلو امر کړی ؤ اؤ دافغانستان لویې څارنوالۍ د فوټبال فیډریشن د رئیس په ګډون یې د څو مشرانو اؤ مامورینو دندې ځنډولې وې.

دلویې څارنوالۍ ویاند څرګنده کړه چې تر اوسه دفیډریشن د غړو او فوټبالرانو له ډلې له ۲۵ کسانو څېړنې شوې او په دې برخه کې نور څېړنې په جدیت دوام لري.

په برتانوي ورځپاڼه ګارډین کې دافغانستان دفوټبال دښځینه لوبغاړو دجنسي ځورونې د تورونو مخې ته راتلو نهوروسته په ټولنیزو رسنیو سخت غبرګون مخې ته راغلی ؤ اؤ د افغانستان د المپیک کمټې مشر حفیظ الله وليرحیمي دیو مطبوعاټي کانفرنس په مهال منلې وه چې د ښځینه لوبغاړو ځورؤل یوازې د فوټبال په فیدراسیون کېنه بلکې په نورو فدراسیونونو کې هم شته.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG