لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سیمې او نړۍ مهم خبرونه


واشنګټن: د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د جمعې په ورځ یو ځل بیا ګواښ وکړ چې د امریکا او مکسیکو ترمنځ ټوله پوله به وتړي او هندوراس، ګواتیمالا او السلوډور ته به مرستې بندې کړي که چېرې کانګرس د دېوال جوړولو لپاره ده ته پېسې ور نه کړي.

ټرمپ د خپلو ټوېټونو په سلسله کې دا هم غوښتي چې د کډوالۍ په برخه کې له مسخرو ډک قوانین چې دا هېواد ورسره تر فشار لاندې دی بدلون راشي.

د ټرمپ لخوا دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي چې د امریکا د حکومت جزوي یا قسمي بندېدل اوومې ورځې ته ننوتی.

ټرمپ ددغه دیوال د جوړېدو لپاره پنځه بیلینه ډالره غواړي خو ډیموکراټ وکېلان له مکسیکو سره په پوله د امنیتي چارو لپاره په لګښتونو کې د متوسط زیاتوالي ملاتړ کوي خو ددغه دیوال له جوړېدو سره مخالفت لري.

----------------

په داسې حال کې سیمیز ځواکونه په سوریه کې د امریکا له وتلو څخه وروسته د ځایونو په نیولو کې سیالي کوي، امریکايي پوځي چارواکو خبرداری ورکړی چې لا تر اوسه د جګړې په ډګر کې کوم بدلون نه دی راغلی.

امریکا د جمعې په ورځ د سوریايي ځواکونو هغه ادعاوې رد کړي چې ګواکې دوی د شمال ختیځ ښار منبېج واک ترلاسه کړی.

د سوریې پوځ په یو بیان کې ویلي دي چې ځواکونو یې په یاد ښار کې مهم ځایونه نیولي دي او زیاتوي چې دوی به د ټولو ملکي وګړو او نورو وګړو د امنیت ساتلو ډاډ ورکوي.

خو د امریکا ترمشرۍ لاندې ایتلاف چې د داعش په وړاندې جګړه کوي په ټوېټر باندې ویلي دي چې دوی هېڅ داسې شواهد نه ويني چې وښيي دا ادعاوې سمې دي.

----------

د برازېل چارواکي وايي، دوی د خپل نوي ټاکل شوي ولسمشر د کار د پیلېدو د مراسمو لپاره چې ټاکل شوې ده د جنورۍ په لومړۍ نېټه به ترسره شي، کلک امنیت نیولی دی.

د برازیل د راتلونکي ولسمشر لپاره امنیت له هاغې راوروسته ټینګ نیول شوی کله چې په هغه باندې د سپټمبر په شپږمه نېټه د چاړې ګوزار وشو.

د برازیل چارواکو ویلي دي، تر ۳۰۰۰ زیات پولیس او پوځیان به د پرانېستې د مراسمو شاخوا ګزمه کوي او پوځ د الوتکو ضد توغندي او جنګي الوتکې هم ګمارلې دي.

له امریکا څخه به په دغو مراسمو کې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ګډون وکړي.

------------

هغه کښتۍ چې ۳۱۰ افریقايي کډوال پکې سپاره وو ژغورل شوې او وروسته له هاغې چې د اټالیا او مالتا لخوا رد شوه اوس هسپانیې ته رسېدلې ده.

د هسپانیې سرحدي پولیسو د جمعې په ورځ دغه مسافر تر کتنې وروسته د روغتیايي معایناتو لپاره یو مرکز ته په بسونو کې ولېږدول.

د سره صلیب کارکونکو چې دغه طبي معاینات یې کول ویلي دي، د ټولو کډوالو روغتیايي حالت ښه دی.

------------

د سوډان امنیتي ځواکونو نن په لسمه ورځ په خرطوم کې د هغو لاریون کونکو په وړاندې اوښکې بهونکی ګاز کارولی چې د خوراکي توکو د بیو د لوړوالي له امله سړکونو ته راوتلي او اوس د حکومت د ګوښه کېدو غوښتنه هم کوي.

عیني شاهدان وايي، لاریون کونکي نه یواځې په پلازمېنه بلکه په ګڼو نورو ښارونو کې هم راوتلي دي.

په ورته وخت کې د فرانسې خبري رسنۍ د سوډان د مخالف کانګرس ګوند له خولې د جمعې په ورځ وویل چې د دغې ډلې مشر عمر الدیجر د امنیتي کسانو لخوا نیول شوی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG