لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان پینځوؤ لکو قبائیلي کورنیو ته د "صحت کارډ" ورکولو امر کړی


دپاکستان وزیراعظم عمران خان په خیبر پښتونخوا صوبه کې د ورګډو کړل شوؤ پخوانیو قبائیلي سیمو پینځوؤ لکو کورنیو ته د روانې میاشتې تر پائ د روغتیا د ویړیا اسانیو ورکولو په غرض د صحت کارډ ورکولو امر کړی دی.

د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ تېره ورځ د اوچتې پائ یوه غونډه کې دقبائیلي ضلعو په انتظامیي چارو،روغتیا، تعلیم، امن اؤ پرمختیا په چارو غور اؤ بحث شوی دی.

دحکومت لخوا مطبوعاتو ته د ورکړل شوي بیان له مخې دغه غونډې ته خپله وینا کې وزیراعظم عمران خان ویلي دي چې حکومت قبائیلي ضلعې دهیواد د نورو پرمختللو سیمو په څېر دپرمختیا لیکې ته سمول غواړي.

ښاغلي عمران خان په دغه موقعه دخیبرپښتونخوا وزیراعلی ،صوبایي وزیرانو اؤ اړوند سکترانو ته امر کړی چې دقبائیلي ضلعو سفرونه وکړي اؤ دغلته د پرمختیايي کارونو پخپله څارنه وکړي.

وزیراعظم په قبائیلي ضلعو کې د سیمه ییزو حکومتونو د نظام پځائ کولو د تعلیم،پولیس اؤ روغتیا په څانګو کې د تشو څوکیو د ډکولو امر هم کړی اؤ ویلي یې دي چې نور باید دقبائیلي اولس ټولې محرومۍ له مینځه یوړل شي.

د خېبر پښتونخوا د خزانې وزیر تېمور سلیم خان وائس اف امریکه ته ویلي حکومت به زر د پخوانۍ فاټا یا قبایلي سیمو ځوانانو دپاره د روزګارونو اعلان کوي.

تېمورسلیم خان ویلي وزیراعظم او د صوبايي حکومت مشران به فاټا ته بیا بیا سفرونه کوي چې د سیمې ولس سره نیغ په نیغه ویني او د مسلو نه یې ځانونه خبر کړي.

پارلېمنټ سږ کال په آئین کې د ٢٥ ترمیم دلارې قبایلي سېمې په خېبرپښتونخوا کې ورشاملې کړې خو ځینې سیاستدانان او څېړونکي وايي په قبایلي علاقو کې د اصلاحاتو رفتار د سست روۍ ښکار دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG