لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان او یمن تېر کال د خبریالانو لپاره تر ټولو مرګوني وو


د ازادۍ راډیو درې خبریالان چې سږ کال په کابل کې په یوې چاودنه کې ووژل شول
د ازادۍ راډیو درې خبریالان چې سږ کال په کابل کې په یوې چاودنه کې ووژل شول

د خبریالانو د حقونو یوې نړيوالې ادارې (انټرنېشنل فېډریشن اف جرنلسټس) په یو راپور کې ویلي دي، په ۲۰۱۸ کال کې په نړۍ کې ټولټال ۹۴ خبریالان وژل شوي چې ۲۵ تنه یې په افغانستان او یمن کې وو.

یادې ادارې د نهې یا سې شنبې په ورځ په خپل کلني راپور لیکلي دي، چې په پاکستان، هند او فليپین کې په ۲۰۱۸ کال کې ۱۵ خبریالان وژل شوي دي.

په راپور کې دا هم راغلي دي چې تېر کال په سوریه کې نهه، امریکا کې پنځه او سومالیا کې هم پنځه خبریالان وژل شوي دي.

د پاکستان په خیبر پښتونخوا او پخوانیو قبایلي سیمو کې کارکونکي خبریال صفدر داوړ ډیوې ته وویل، د ۲۰۰۵ او ۲۰۰۶ کلونو ترمنځ ۱۵ خبریالانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو خو د هغوي د وژونکو په اړه تر اوسه هم معلومات نه دې ورکړل شوي.

صفدر وړاندې وویل، پخوا به مونږ ویل چې په قبایلي سیمو، سنده او بلوچستان کې خبریالانو ته ستونزې دي خو اوس دا خبره بدله شوې ځکه په پلازمېنه اسلام اباد کې هم خبریالان خوندي نه دي.

هغه زیاته کړه په سیمیزې مډیا باندې بندیزونه لګول شوي او له ورځنیو حالاتو څخه څوک په سمه توګه راپور نشي ورکولای.

په پاکستان کې د تېرو لسو کلونو په اوږدو کې له ١٠٠ څخه زيات خبريالان وژل شويدي او دا مهال د دوی ژوند ته له شته ګواښونو سره سره د خپلو دندو له لاسه ورکولو وېرې سره مخ دي.

راپورونه وايي، په تېرو میاشتو کې له سیمیزې میډیا څخه په زرګونو خبریالان ګوښه کړای شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG