د پاکستان قبايلي سيمې اورکزۍ ايجنسۍ کې د کوئلې په يو کان کې چاؤدنه شوې چې له امله يې اووه خواري کښ مړه او۲۹ نور ژوبل شوي دي .
د اورکزۍ ايجنسۍ پوليټيکل ايجنټ زبېرخان وايس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې وئيلي دغه پېښه د خالي په ورځ ماښام د کوزې اورکزۍ د ډولۍ بانډې په شايګان نومې کلې کې رامنځته شوې ده او د کوئلې په کان کې د ګېس جمع کېدو له امله چاؤدنه شوې ده .
نوموړي پخلی کړی چې د چاؤدنې له امله د کان کښېناستو په نتيجه کې خواؤشا ۴۰ خواري کښ دننه ګېر شوي وو ، او زياته کړې يې ده تراوسه پورې د خواري کښو راويستو دپاره امدادي کارونه روان دي .
د زبېرپه وينا د کان نه د اووه خواري کښو مړي او ۲۹ ژوبل راويستل شوي او هغه ويره څرګنده کړې چې دوه يا درې خواري کښ اوس هم په ملبه کې ګېر دي .
او په کان کې کار کوؤنکي وايي چې د ګېر شوؤ خواري کښو شمېره تر ۶۰ پورې وه .
د چارواکو په وينا د کان د پېښې ښکار زياتره خواري کښو تعلق چې د خېبرپښتونخوا شانګله پار ضلعې سره دی ، په راويستل شوؤ ژوبلو کې د ۱۰ روغتيايي حالت ډېر ښه نه دی .
يو خواري کښ سېدولي ډيوه ريډيو ته وئيلي په کان کې د چاؤدنې نه پس دوې په خپله په امدادي کارونو لاس پورې کړی او درې ساعته پس ورته د پوليټيکل انتظاميې لخوا مرستې رارسېدلي دي .
د پوځ د مطبوعاتي څانګې ائي اېس پي ار ترمخه په امدادي کارونو کې د پوځ او ملېشې نزدې۱۰۰ عسکر هم برخه اخلي .
پوليټيکل چارواکي وايي په سيمه کې د باران او د علاقې د لرې والي له امله امدادي کارونو کې ستونزې رامخې ته دي .
له دې وړاندې هم په اورکزۍ ايجنسۍ او د بلوچستان صوبې په مختلفو سيمو کې دغه ډول پېښې رامنځته شوي او خواري کښو پکې ژوند د لاسه ورکړی دی .
د دغو خواري کښو سره د ځان ساتنې هيڅ انتظام نه وي او دويې وايي د ورځې ورته اووه سوه روپۍ دياړي مېلاويږي په هغې خپل بچي او کور وساتي، کنه ځانله پرې حفاظتي ټوپۍ (هيلمټ) دستانې او نور څيزونه واخلي .
په دغو کانونو کې اوس هم زياتره کارونه په لاسو کيږي او نوې مشينريانې پکې نه کاريږي .