د سپريم کورټ جج جسټس اصف سعيد کهوسه د پاکستان نوی چيف جسټس ټاکل شوی او صدر عارف علوي د شورو، چهارشنبې په ورځ د هغه د ټاکنې اسناد لاسليک کړي دي.
ښاغلی کهوسه به په ۱۸م جنورۍ په رسمي ډول د خپلې چوکۍ سوګند پورته کوي، په ۱۷م جنورۍ به موجوده چيف جسټس ميا ثاقب نثار ریټايرډ شي.
اصف سعيد کهوسه څوک دی؟
اصف سعيد کهوسه د پنجاب صوبې په ډېره غازي خان سيمه کې په ۲۱دسمبر ۱۹۵۴ کې زېږېدلی دی.
هغه لسم ټولګی د ملتان او دولسم ټولګی د لاهور نه پاس کړي دي په ۱۹۷۳م کې يې د لاهور د ګورنمنټ کالج نه څوارلسم او بيا په ۱۹۷۵ کې يې په انګرېزۍ ادب کې د پنجاب پوهنتون نه د ماسټرۍ ډګري ترلاسه کړې ده.
نوموړی په کال ۱۹۹۸ کې د لاهور هايکورټ جج جوړ شوی او په کال ۲۰۰۷م کې چې کله پوځي امر پروېز مشرف په ملک کې بېړني حالت په ځای کړه جسټس کهوسه هم د پي سي او لاندې د سوګند اخيستو نه انکار کړی ؤ.
په ۲۰۰۸م کې هغه بیرته په خپله چوکه په ځای کړی شوی او هغه د سپريم کورټ په اووه غټو بنچونو کې پاتې شوی چې په يو کې يې د پخواني وزيراعظم يوسف رضا ګېلاني پرضد د عدالتي سپکاوي اورېدنه هم کوله.
هغه په کال ۲۰۱۰م کې د سپريم کورټ جج جوړ کړی شوی ؤ او تراوسه په دغه ځای دی. هغه د بل پخواني وزيراعظم نوازشريف او دهغه د کورنۍ پرضد د پاناما په مقدمه کې د اورېدونکي بنچ مشر ؤ.