لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: په کوټه ښار کې په لومړي ځل د شترمرغ د غوښې قصابه پیل شوې


بلوچستان: په کوټه ښار کې په لومړي ځل د شترمرغ د غوښې قصابه پیل شوې

د بلوچستان په مرکزي ښار کوټه کې په لومړي ځل د نړۍ د تر ټولو لوی مرغه "شتر مرغ" ساتل او پلورل پيل شوي، خلک يې غوښه خوښوي او په يخ موسم کې يې د خوړلو لپاره کورونو ته وړي.

د کوټې په (سره پله) نومي ځای کې د يوې قصابې مخې ته په یوه لوی قفس کې شترمرغ بند کړل شوی، خو دا يې د نندارې لپاره نه بلکې د حلالولو او بيا يې د غوښو خرڅولو لپاره ساتلی.
د قصابي مالک عبدالقادر له وي او اې ډیوه سره په مرکه کې وويل، چې په ټول بلوچستان کې يواځې له دوی سره د شترمرغ غوښه خرڅېږي:

"د غوښې يو کیلو يې په پینځلس نيم سوه روپۍ دی، د شترمرغ ډېره نازکه غوښه ده، له دې غوښې ښوروا، کړایي، کباب او نور قسم خوراکونه تياريږي، په ژمي کې يې خلک ډېره په شوق وړي ځکه چې دا غوښه طاقت لري".


د شترمرغ د غوښې د اخيستلو لپاره قصابې ته راغلي ځوان سليم خان ډيوه ته وويل، د شترمرغ د غوښې له خرڅېدو خبر شو، ځکه یې اخیستو ته راغی:

"اورېدلي مې دي چې خوږه خوښه يې ده، اول ځل دی چې کور ته يې وړم ګورم يې چې څنګه خوند به يې وي، خو لږ ګرانه ده، په پینځلس نيم سوه روپۍ کیلو هر څوک نه شي اخیستلای".

په لومړي ځل په بلوچستان کې د شترمرغ د ساتلو او د پلورو کار پيل کوونکي ځوان انور اڅکزي ډيوه ته وويل چې دوه کاله وړاندې لاهور ته له ملګرو سره تللی وو، هلته يې شترمرغان وليدل او بيا يې دې کار ته مخه کړه او په لومړي ځل يې په بلوچستان کې د شترمرغ د ساتلو او پلورلو کار پیل کړ.

هغه وایي د شترمرغ واړه چيچيان اخلي چې عمرونه يې تر دوو مياشتو هم کم وي، بيا هغه غټوي او خرڅوي يې. د انور په وينا د يوه چيچي قيمت شل زره روپۍ دی:

"د نړۍ د نورو مرغانو د هګيو په نسبت د شترمرغ هګۍ تر ټولو مرغانو غټه او درنه ده، که د شترمرغ هګۍ په ځانګړي مشين کې کښېښوول شي په 42 ورځو کې به چيچي ځنې پيدا شي، د يوې او دوو مياشتو د شترمرغ د چيچي قيمت شل زره روپۍ دی او چې غټ شي بيا يې قيمت ان تر يو نيم لک روپیو رسيږي".


انور اڅکزی وایي شتر مرغ په بلوچستان کې ساتل کېدای شي او په دې کار کې ګټه هم شته. هغه وایي د شترمرغ د ساتلو د ټول کال خرڅ شل زره روپی دی، چې غټ شي قيمت يې لا زياتېږي، يواځې څرمن يې په شل زره خرڅيږي، نوکان، بڼې اور هډونه يې هم په ښه قيمت خرڅيږي:

"يواځې اته مياشتې خواري غواړي بيا نه ورباندې تود او نه ورباندي سوړ موسم اثر کوي. شترمرغ د دوو کلو په عمر کې هګۍ اچول شروع کړي او عمر یې له پينځوسو تر شپيتو کالو پورې وي".


د اڅکزي د مرغانو په فارم کې کارکوونکي محمد خان ډيوه ته وويل چې د شترمرغ خوراک شپېشتې (شوتله)، د مېوو پټوکي او داسې نور شيان دي.


ښاغلي اڅکزي وويل که د حکومت له خوا دې کار ته توجه ورکړل شي نو دا به نه يواځې خلکو ته د روزګار زمينه برابره شي بلکې د نورو ځناورو د نسل ډېرېدو ته به هم لاره هواره شي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG