لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: په پينځه ؤ مياشتو کې حکومتي قرضې ۲.۲۴ کهربه روپۍ سېوا شوي


د پاکستان مرکزي بېنک (سټېټ بېنک اف پاکستان) ويلي، د روان مالي کال په لومړو پينځه مياشتو کې د مرکزي حکومت قرضې ۲.۲۴کهربه روپۍ سېوا شوي دي.

مرکزي بېنک ویلي دا بهرنۍ او منځنۍ ټولې قرضې دي چې په پينځه ؤ میاشتو کې سېوا شوي دي.

ويل شوي چې د ټېکسونو د راټولو د کمې شرحې او کرنټ اکاؤنټ خسارې د زياتوالي له امله حکومت دې ته اړ شوی چې قرضې واخلي.

د ډان د رپوټ ترمخه په مجموعي توګه ټوله حکومتي قرضې ۲۶.۴۵۲ کهربه روپو ته رسېدلې او په روان مالي کال کې په دې قرضه کې ۲.۲۴ کهربه روپۍ سېوا والی شوی دی.

د رپوټ ترمخه په ځايي قرضونو کې د ۹۰۷ اربه روپو نه ۱۷ کهربه روپۍ او بهرنۍ قرضو کې د ۱.۳۳۴ نه ۹.۱۳ کهربه روپو اضافه شوې ده.

د جون د میاشتې نه د نومبر د اخرې پورې ډالر د روپۍ په مقابله کې د ۱۲۱ روپو نه تر ۱۴۰ روپو پورې رسېدلی دی، د بهرنو قرضو يو علت دغه ښودل شوی خو ویل شوي په دې کې زياتې تازه قرضې دي.

ويل شوي په دې موده کې حکومت هڅې کړي چې د کرنټ اکاؤنټ خساره راکمه کړي او دوه اربه ډالره ورته د سعودي عرب نه راغلي او د چين او متحده عرب اماراتو نه هم د نورو ډالرو تمه لري.

خو د پاکستان وزيراعظم عمران خان ويلي د تحریک انصاف ګوند په حکومت کې د راتلو وروسته د پاکستان معيشيت باثباته شوی دی.

د ترکي (ټي ار ټي ورلډ) سره په مرکه کې عمران خان ویلي چې کله يې حکومت راغلو نو ملک په سختو اقتصادي ستونزو کې ښکېل ؤ خو دوي هڅه کوي چې د دغو چېلنجونو مخه ونيسي.

عمران خان د وزيراعظم جوړېدو وروسته ويلي ؤ چې په سمدستي ډول ۱۲ اربه ډالرو ته اړتیا لري.

پاکستان ته سعودي عرب او متحده عرب اماراتو د قرضو ورکولو ويلي خو په عمران خان نيوکې کيږي چې هغه به ویل د بهر هېوادونو څخه به قرضونه نه اخلي ځکه چې بهرنۍ قرضې يې په ملکي پاليسيانو اغېزې لري.

په اقتصادي ستونزو کې ښکېل پاکستان نړیوالې مالياتې ادارې (ايي اېم اېف) ته هم د قرض خواست کړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG