لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

له ایران څخه په ۲۰۱۸ کال کې تر نورو کلونو زیات افغانان راستانه شوي دي


واشنګټن: له ایران څخه په ۲۰۱۸ کال کې په زیات شمېر افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي چې شمېر یې نږدې اته لکو کسانو ته رسېږي.

د فرانسې خبري رسنۍ (فرانس پرېس) لیکي، دغه شمېره په داسې حال کې زیاته شوه چې په ایران باندې د امریکا لخوا نوي بندیزونه لګول شوي او په پایله کې یې ددغه هېواد د پېسو ارزښت نور هم غورځېدلی دی.

په افغانستان کې د کډوالو لپاره د نړیوالې ادارې (آی او ام) مشر لورنس هارټ وویل، تېر کال ۷۷۳۱۲۵ افغان کډوال له ایران څخه خپل هېواد ته ستانه شوي دي او داسې ښکاري چې د کډوالو د ستنېدو دغه لړۍ ښايي نوره هم تېزه شي.

"د خلکو د بېرته راستنېدو دلیل دا دی چې د ایران په ګډون په سیمه کې د دوی لپاره اقتصادي موقع کمې شوي دي."

دی وايي، د ۲۰۱۲ کال راهیسې دا له ایران څخه د بېرته راستنېدونکو کډوالو تر ټولو لوړه شمېره ده په داسې حال کې چې په همدې کال کې له پاکستان څخه بیا له ۳۳۰۰۰ څخه لږ افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

راپور وړاندې لیکي، له ستونزو سره مخ افغانان په ډېرو سختو لارو باندې قاچاقچیانو ته د پېسو په ورکولو سره ایران ته اوړي چې قاچاقیانو ترې د یوه کس پر سر له ۳۰۰-۵۰۰ ډالرو پورې اخلي.

د کډوالو لپاره د ملګروملتونو ادارې په سپټمبر کې ویلي وو چې له یو نیم څخه تر کابو دوه میلیونو پورې غیرقانوني یا بې اسناده افغانان په ایران کې پراته دي.

ددې ترڅنګ یو میلیون نور افغانان راجستر شوي یا قانوني کډوال دي چې په ایران کې ژوند کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG