د امریکي صدر ډانلډ ټرمپ د مېکسيکو سره ديوال جوړولو ته قومي لومړيتوب او ضروري ويلي او زياته کړې يې ده د دې لارې نه يواځې په غېر قانونه توګه خلک امریکا ته راځي بلکې نشه يي توکي قاچاق کيږي او وران کاري راځي ستونزې جوړوي.
د نهې، سه شنبې په ماښام قوم ته په وېنا کې صدر ټرمپ تور ولګوؤ چې ډېموکرېټ ګوند په دې ټينګ دی چې مرکزي امنیتي ماملې ته لومړيتوب نه ورکوي.
هغه ویلي د شورو، چهارشنبې په ورځ يې د کانګرس غونډه رابللې چې د حکومت په موقتي ډول د تړل شوؤ برخو پرانستو معامله ختم کړي او د پينځه ؤ نه تر اووه اربه ډالرو ځانګړو کولو په اړوند د قانوني مسودې منظوري ورکړی شي.
صدر ويلي په دغه اړوند قانون يواځې په ۴۵ دقيقو (منټونو) کې جوړېدی شي.
نوموړي د مېکسيکو سره په پوله د ديوال جوړولو په اړوند ویلي هيڅ جوړ جاړی پرې امکان نه لري، هغه ویلي، ملک د امنیتي بحران سره مخ دی.
صدر ټرمپ ویلي په غېر قانونه توګه هېواد ته راتلونکي کسان د وژنو په سلګونو پېښو کې ککړ دي هغه د ځينو پېښو شمېرې هم ویلي دي.
ویل شوي صدر ټرمپ د زيارت، پنجشنبې په ورځ د هېواد د لويديځې پولې سفر کوي.
د صدر د وېنا وروسته د استازو د اېوان سپيکر نېنسي پلوسي او د سېنېټ د لږکيو مشر چک شومر ويلي په لويديځه پوله د پينځه ؤ نه تر اووه اربه ډالرو پورې په لګښت ديوال جوړول د کډوالو د مسلې موثره حل نه دی.
پلوسي ویلي ټرمپ په خپل انتخابي کمپاين کې ویلي ؤ چې د ديوال دپاره به پېسې مېکسيکو ورکوي.
او شومر ويلي، اړتيا دې خبرې ته ده چې د (اسټيچيو اف لبرټي) اقدارو ته وده ورکړی شي نه چې ۳۰ فټه لوړ ديوال جوړ کړی شي.
بل لور ته د امریکايي حکومت په موقتي ډول د تړلو برخو (شټ ډاؤن) د نهې، سه شنبې په ورځ ۱۸ ورځې پوره شوي خو دغه مسله نه ده هواره شوې.
په ۲۲م دسمبر د حکومت ځینې برخې تړل شوې وې، په امریکا کې د ۷۰م د لسيزې وروسته دا ۱۹م ځل دی چې شټ ډاؤن شوی دی خو دا دوېم اوږد شټ ډاؤن دی.
صدر ټرمپ ویلي شټ ډاؤن د میاشتو او کلونو پورې هم پاتې کېدی شي خو دا هيله يې ورسره څرګنده کړې چې دا مامله په څو ساعتونو او ورځو کې هم هوارېدی شي.
تېره اوونۍ د پولې په امنيت د نايب صدر مايک پنس د کانګرس او ډېموکرېټ د استازو سره خبرې شوې وې خو هغه له کومې نتيجې پرته ختمې شوې وې.
د امریکايي حکومت د ځينې برخو تړلو له کبله اته لاکه کارکوونکي اغېزمن شوي اوبې له تنخوا په چهټۍ کړی شوي دي.