لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پي ټي ايي حکومت د پوځي عدالتونو غځولو پرېکړه کړې، رپوټ


د پاکستان تحریک انصاف حکومت اصولي پرېکړه کړې چې په ملک کې د جوړو پوځي عدالتونو موده د نورو دوه کلونو دپاره وغځوي او په دغه اړوند يې قانوني تیاری هم نيولی دی.

ډان ورځپاڼې د سرچينو لخوا ويلي د حکومت د قانون او کورنيو چارو وزارتونو د پوځي عدالتونو د مودې غځولو په لړ کې د وړاندې نه هڅې پېل کړي دي.

ويل کيږي د پوځي عدالتونو موده په ۳۰ مارچ باندې ختميږي او د جنورۍ په شپږمه د عدالتونو په موده غځولو د حکومت او مخالفه ډلو ترمنځ خبرې هم شوي دي.

په پاکستان کې پوځي عدالتونه وروسته له هغې جوړ کړی شوي چې په ۱۶م دسمبر کال ۲۰۱۴م پېښور کې په ارمي پبلک سکول ترهګر برید شوی ؤ.

په ياد ترهګر برید کې د ۱۵۰ پورې کسان وژل شوي چې زياتره يې زده کوونکي وو، پاکستاني طالبانو د بريد زمه واري منلې وه.

په هغه وخت بیا ويل شوي ؤ چې د غېر معمولي حالاتو په وخت غېر معمولي ګامونو اخيستو ته اړتيا لري ځکه په ملک کې د ترهګرۍ په ضد قامي تګلاره جوړه کړی شوې او د ائيني بدلون لاندې پوځي عدالتونه جوړ کړی شوي وو.

د يادو پوځي عدالتونو په کال ۲۰۱۷م کې چې دوه کاله موده پوره شوه، سمدستي يې موده نه وه غځول شوې او د مارچ په میاشت کې بيا د پوځي عدالتونو موده د دوه نورو کالونو دپاره غځول شوې وه.

د پاکستان تحریک انصاف د حکومت د اطلاعاتو وزير فواد چوهدري هم د يو شخصي ټيلي ويژن (جيو نيوز) په پروګرام کې ويلي د پوځي عدالتونو په اړوند به د مخالفه ګوندونو سره مشوره کوي.

خو ويل کيږي د حکومت دپاره د پارليمان نه د پوځي عدالتونو دپاره قانوني مسوده منظورول به اسان نه وي ځکه چې پي ټي ايي په پارلیمان کې دوه، درې اکثريت نه لري.

نزدې ۲۰ ورځې وړاندې د پوځي عدالتونو د مقدمو د اورېدنو په اړوند پوځ ويلي ؤ، پوځي عدالتونو ته ۷۱۷ مقدمې لېږل شوې ۵۴۶ پکې پوځي عدالتونو فېصله کړي ۳۱۰ ترهګرو ته د مرګ سزاګانې او ۲۳۴ ته د قېد سزاګانې اورول شوي دي.

ويل شوي ۵۶ ترهګر چې د پوځي عدالتونو ورته سزا اورول شوې تېزندي کړی شوي دي.

پوځ ويلي په ۵۶ تېزندي کړی شوؤ ترهګرو کې پينځه هاغه هم وو څوک چې د پېښور په سکول بريد کې ککړ وو.

خو په پاکستان کې د بشري حقونو نړیوال او سیمه ییز سازمانونه د پوځي عدالتونو په جوړولو د شورو څخه نیوکې کوي او وايي په دغو عدالتونو کې د قضيو اورېدنې پټې ساتل کيږي او تورنو کسانو ته د ځان د سپيناوي موقعې نه ورکړی کيږي.

خو حکومت او پوځ وايي تورنو کسانو ته د سپيناوي پوره موقع ورکولی شي.

تېر کال د اکتوبر په مياشت کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين هم په پوځي عدالتونو نیوکې کړې او تور يې لګولی ؤ چې په دغو عدالتونو کې بې ګناه پښتنو ته سزاګانې ورکول کيږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG