لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دسعودي نه تښتېدلې پېغلې ته ملګرو ملتونو دکډوالې درجه ورکړه


داسټریلیا حکومت وایي د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې دخپلې کورنۍ څخه تښتېدلې ۱۸کلنې سعودي پېغلې رهف محمدالقنون ته په قانوني توګه د کډوالې درجه ورکړې ده.

دفرانسیې خبري اژانس ای ایف پي د شورو په ورځ ویلي ملګرو ملتونو د رهف محمد القنون معامله د اسټریلیا دولت ته سپارلې ترڅو هغه دغلته میشته کړي.

داسټریلیا د کورنیو چارو محکمې پخپل یو لنډ بیان کې ویلي “هغوئ به دمعمول په اساس ددې قضیې څارنه کوي”

د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې د ویب پاڼې له مخې یو چاته د کډوال درجه په عامه توکه دیو هیواد دولت ورکوي خو دملګرو ملتونو اداره په هغه صورت کې دا درجه پخپله ورکوي چې کله ریاست دغسې کول نه غواړي یا د کډوال درجه نه شي ورکولی.

دغه ۱۸ کلنه جینۍ هغه مهال په کوېټ کې له خپلې کورنۍ څخه وتښتېدله چې کورنۍ یې په رخصتیو باندې بوخته وه.

راهف محمد القونن د شنبې یا خالي په ورځ تایلېنډ ته له رسېدو سره سم د هوايي ډګر د یوه هوټل خونه نیولې وه او په ټویټونو کې یې لیکلي وو چې تر هغو به له خپلې کوټې څخه و نه وځي تر څو ورسره د ملګروملتونو کوم استازي نه وي لیدلي.

وروسته بیا د تایلنډ د کډوالۍ یا امېګرېشن پولیسو وویل، چې دوی به دغه تنکۍ ځوانه سعودۍ انجلۍ په زور سره بېرته سعودي عربستان ته و نه لېږي.

د تایلېنډ پولیسو د ګل یا دوشنبې په ورځ خبریالانو ته دا هم وویل، چې دوی راحت محمد القونن ته اجازه ورکړه چې د ملګروملتونو له استازو سره وګوري.

پولیسو ویل، له نوموړې سره نه پاسپورټ شته او نه هم پېسې لري.

اغلې راحت ویلي چې له رسېدو سره سم ورڅخه سعودي او کویټي چارواکو پاسپورت اخېستی دی. د نوموړې دغه ادعا د بشري حقونو د ادارو لخوا هم تایید شوې ده.

د رهف محمد القنون پلار اؤ ورور هم تهائي لینډ ته رسیدلي خو راپورنه وایي چې دغه جینۍ دخپل پلار اؤ ورور سره له لیدلو انکاري شوې ده.

دغه پیغله دریځ لري چې د مذهب په اړوند یې ځینې څرګندونې کړي اؤ اوس ویریږي چې که سعودي ته بیرته ولیږل شي نو خپله کورنۍ به یې ووژني.

Recommended

XS
SM
MD
LG