لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ د ډېموکرېټ ګوند د مشرانو سره د غونډې نه وتلی دی


د امریکې د صدر ټرمپ د شورو، چهارشنبې په ورځ په سپينه ماڼۍ کې د ډېموکرېټ ګوند د مشرانو سره غونډه روانه وه چې نوموړی ترې ناڅاپه وتلی دی.

ټرمپ هغه وخت غونډه پرېښودې چې د ډېموکرېټ مشرانو د مېکسيکو سره په پوله د ديوال جوړولو دپاره د پېسو (فنډ) ځانګړي کولو څخه انکار وکړو.

ټرمپ د استازو د اېوان د سپيکرې نېنسي پلوسي او په سېنېټ کې د ډېموکرېټ مشر چک شومره سره خپلې لنډې ناستې ته د وخت ضیاع ویلې ده.

صدر ویلي د هغويي نه يې پوښتنه وکړه چې که هغه د ۱۹ ورځو نه د حکومت تړل شوې برخې پرانيزي نو دوي به په پوله د اوسپنې د ديوال جوړولو منظوري ورکړي او په پوله د امنيت خبرې به په نورو ۳۰ ورځو کې وشي.

خو نوموړي ويلي، نېنسي ورته په ځواب کې "نا" وويل او هغه ورته بيا په "مخه ښه" وکړه بله لار نه وه پاتې.

صدر ټرمپ چې د ليدنې په اړوند لا ټويټ نه ؤ کړی چې د سپينې ماڼې نه بهر شومر خبریالانو سره په خبرو کې وويل، دوي يو ځل بيا غصه وليده، هغه وويل ومولېده هغه بهر راووتلو او وې ويل چې هيڅ خبره کول نه غواړي.

پلوسي وویل، د دوي په ذهن کې د پولې د ساتنې د انتظام دپاره د دې نه غوره منصوبه ده، خو د هغې تعلق د ديوال سره نه دی.

ډېموکرېټ په دې نظر دي چې په پوله په غېر قانونه توګه د راوړېدونکو د مخنيوي دپاره دې د څار جديد نظام په ځای کړی شي.

د سپينې ماڼۍ په ناسته کې چې نايب صدر مايک پنس موجود ؤ، هغه وويل مونږ ډېموکرېټ واورېده او هغوي خبرو ته تيار نه دي او صدر په خپل دريځ ټينګ ولاړ دی.

د امريکا د مشرانو ترمنځ دغه ناسته په داسې حال کې بې د کومې نتيجې ختمه شوې چې په امریکا کې د ۲۲م دسمبر نه د حکومت ځينې برخې تړل شوي د کوم له امله چې اته لاکه حکومتي کار کوونکي په چهټۍ لېږل شوي يا ځينې پکې بې له تنخوا په کار کولو مجبور دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG