لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ ويلي، په سمدستي ډول د بېړني حالت اعلان نه کوي


د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ويلي په سمدستي ډول د بېړني حالت اعلان نه کوي د کوم څه له سببه چې هغه ته د ديوال جوړولو قانوني واک په لاس ورتلی شي.

د ای پي خبري ادارې ترمخه ټرمپ ویلي د مېکسيکو سره د ديوال جوړولو دپاره په دستي توګه د بېړني حالت اراده نه لري او زياته کړې يې ده دا داسې کار دی چې کانګرس يې کولی شي.

ډېموکرېټ په بوديجه د ووټ ورکولو څخه انکارکړی دی په کوم کې چې د پينځه اربه ډالرو د فنډ منظوري ورکړی کيږي او په هغې باندې به د مېکسيکو په پوله مستقل ديوال جوړ کړی شي.

او ټرمپ په حکومتي بوديجه د لاسليک نه انکار کړی دی.

د دغه عمل په پايله کې د حکومت ځينې برخې تړل شوي چې ۲۱ ورځې يې پوره شوې او دا د امریکا د تاريخ اوږد شټ ډاؤن دی.

د حکومتي برخو تړلو څخه نزدې اته لاکه مرکزي حکومتي کار کوونکو ته تنخواګانې بندې شوي دي.

ټرمپ د زيارت په ویلي ؤ کېدی شي چې هغه قامي بېړني حالات اعلان کړي.

بل لور ته ډېموکرېټ ګوند د جمعې په ورځ د استازو په اېوان کې د مرکزي ادارو د فنډ پر ځای کولو بل منظور کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG