لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په اسلام اباد کې افغان سفیر د پاکستان د پوځي مشر سره د سولې په اړوند خبرې کړي


په اسلام اباد کې د افغانستان سفير عاطف مشعل د پاکستان د پوځي مشر جنرل قمر جاوېد سره ليدلي او د افغان سولې ترڅنګ يې ورسره په دوه اړخيزه اړيکو خبرې کړي دي.

مشعل په ټویټر ويلي، "په جي اېچ کيو (پوځي مرکز) راولپنډۍ کې مې د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر باوجوه سره وليدل، د افغانستان د سولې په بهير، دوه اړخيزه اړيکو او سيمه ييزې همکارۍ په اړوند مو خبرې وکړې".

عاطف مشعل په داسې حال کې د پاکستان د پوځي مشر سره ليدلي چې په افغانستان کې د سولې رامنځته کولو دپاره په سیمه يیزه کچه د اجماع دپاره د افغان صدر اشرف غني ځانګړي استازي عمر داودزي د پاکستان سفر کړی دی.

ښاغلي داودزي په خپل سفر کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي، د قومي وطن پارټۍ د مشر افتاب احمد خان شېرپاؤ او د جماعت اسلامي ګوند د مشر سراج الحق سره هم ليدلي دي.

په عېن حال کې چې د افغانستان د سولې په اړوند په پاکستان کې د افغان استازو د چارواکو او سياسي مشرانو سره ليدنې روانې دي، د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا د صدر ډانلډ ټرمپ ځانګړی استازی زلمی خليلزاد هم د سيمې د هېوادونو په سفر دی.

د پاکستان او افغانستان اړیکې چې په تېرو وختونو کې ترينګلې پاتې شوي او افغانستان په پاکستان تل تورونه لګولي چې په خپله خاوره يې حقاني شبکې او نورو ترهګرو ته پناه ځايونه ورکړي، او پاکستان دغه تورونه رد کړي.

خو د اسلام اباد په سفر عمر داودزی د زيارت، پنجشنبې په ورځ وي او ای ډیوه سره په ځانګړې مرکه کې ويلي، یو وخت وو چې د افغانستان په اړه د پاکستان د پوځ او حکومت په تګلارو کې فرق و خو اوس دواړه ادارې په یوه پاڼه دي.

داودزي سږني ۲۰۱۹م کال ته د افغانستان د سولې کال ویلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG