لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کابل په چاودنه کې 4 تنه وژل شوي او 113 نور ژوبل شوي دي


افغان چارواکي وایي، د کابل په ننۍ چاودنه کې، چې د امنیتي ځواکونو یو مرکز ته څېرمه شوې، لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي او تر 113 نور ژوبل شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش رسنیو ته ددې پېښې د تایید ترڅنګ ویلي دي، چې په پېښه کې د 24 ماشومانو په ګډون په ګڼ شمېر ملکي وګړي وژل شوي دي.

تر اوسه پورې هېڅ کومې وسلوالې ډلې ددغه برید پړه په غاړه نه ده اخېستې خو په دې وروستیو کې په کابل او د افغانستان په ختېځ کې د داسې ډېرو پېښو پړه د داعش په نامه ترهګرې ډلې په غاړه اخېستې.

د افغانستان د ملي امنیت د پخواني مشر حنیف اتمر په ګډون، ګڼ افغان چارواکي په دې باور دي، چې داعش هم د طالبانو په څېر د پاکستان یوه بله ترهګره ډله ده.

په افغانستان کې تر اوسه د داعش د ډلې اکثره وژل شوي مشران هم د پاکستان ثابت شوي چې په هغو کې د یادې ډلې یو ویاند حافظ سعید خان هم وو چې د پخوانۍ قبایلي سیمې اورکزو اوسېدونکی وو.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG