لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زلمي خليلزاد د پاکستان د پوځ سره د افغانستان د سولې په بهير خبرې کړي دي


د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا د صدر ډانلډ ټرمپ ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د پاکستان د پوځ سره د افغان سولې په اړوند خبرې کړي دي.

د پاکستان پوځ ویلي، په پوځي مرکز (جي اېچ کيو) کې ترسره شوې دې ليدنه کې د سيمې د امنيت ترڅنګ د افغانستان د سولې په خبرو بحث شوی دی.

د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه په دې خبره ټينګار کړی چې په افغانستان کې سوله د پاکستان دپاره مهمه ده، او باور یې ورکړی د سيمې د سولې او ثبات دپاره به هڅې دوامداره ساتي.

پوځ ویلي د زلمي خليلزاد سره په پلاوي کې په افغانستان کې د امريکا او بهرني ځواکونو مشر سکاټ ميلر هم موجود ؤ.

او پلاوي د سولې په بهير کې د پاکستان هڅې ستايلې دي.

د خلیلزاد په مشرۍ پلاوي پرون د زیارت، پنجشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو سېکترې تهمينه جنجوعه سره هم ليدلي وو.

د راپورونو ترمخه ده تمه ده چې نوموړی په اسلام اباد کې له طالب استازو سره هم وويني.

خلیلزاد اسلام اباد ته تر روانېدو مخکې خبریالانو ته وویل، چې له طالبانو سره به ډېر ژر خبرې وشي او مونږ د همدې لپاره کار کوو خو هغه نور معلومات ور نه کړل.

نوموړي د کابل څخه د اسلام اباد سفر کړی دی.

امریکايي استازی د روانې مياشتې د اتمې نېټې نه تر ۲۱ م پورې د سيمې د هېوادونو په سفر دی .

هغه له دې وړاندې د هند، چين او افغانستان سفرونه کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG