لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زلمي خليلزاد د شاه محمود قرېشي سره ليدلي


د اسلام اباد په سفر د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا د صدر ډانلډ ټرمپ ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي سره ليدلي دي.

د بهرنيو چارو د وزارت وياند محمدفېصل په ټويټر د دغه ليدنې عکسونه خپاره کړي او ویلي يې دي،

"خلیلزاد په ليدنه کې د افغانستان د سولې او روغې جوړې د پروسې په اړوند د سیمې د خپلو مصروفياتو څخه شاه محمود قرېشي خبر کړی دی. او قرېشي ورته د سولې په بهير کې د پاکستان د ملاتړ باور ورکړی دی".

خليلزاد د ليدنې په اړوند په خپله څه نه دی ویلي.

د پاکستان د ځايي ميډيا ترمخه نوموړی به نن ماښام د وزيراعظم عمران خان سره هم ويني.

امريکايي استازي پرون د زيارت په ورځ د بهرنيو چارو د سيکترې تهمينه جنجوعه او وروسته يې د پلاوي په مشرۍ د پاکستان د پوځ د مشر جنرل جاوېد باجوه سره ليدلي دي.

خليلزاد د روانې مياشتې د اتمې نېټې څخه تر ۲۱م پورې د سيمې د هېوادونو په سفر دی.

اسلام اباد ته د تګ نه وړاندې نوموړي د هند، چين او افغانستان سفرونه کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG