لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کرکټ: افغانستان په لس کاله موده کې د یو ورځنیو نړیوالو لوبو لسم غوره هېواد جوړ شوی


"د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په ۲۰۰۹ کال کې د نړیوالو یو ورځنیو لوبو دریځ ترلاسه کړی، او لس کاله وروسته د نړۍ په کچه د یو ورځنیو نړیوالو لوبو لسم غوره هېواد دی".

د افغانستان ملي لوبډلې د خپلو لسو کالو د یو ورځني کرکټ په اړوند دغه خبر په ټویټر ورکړی دی.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله دا وخت د کرکټ د نړيوالې شورا په درجه بندۍ کې د يو ورځنيو سياليو د لوبډلو په نوملړ کې په لسم نمبر او شل اووريزو په نوملړ کې په اتم نمبر ده.

د دې ترڅنګ د يو ورځنيو سياليو په نړيوالو غوره لوبغاړو کې د افغانستان راشد خان په دوېم نمبر ښه بالر او په اول نمبر غوره ال راؤنډر او محمدنبي يې په درېم نمبر غوره ال راؤنډر دی.

دغه راز د شل اووريزو لوبغاړو په درجه بندۍ کې راشد خان په اول نمبر غوره بالر او محمد نبي په درېم نمبر غوره ال راؤنډر دی.

د افغانستان په کرکټ يو نظر

د کرکټ بورډ ترمخه افغانستان په کال ۲۰۰۱ کې د کرکټ د نړیوالې شورا له لوري د درېمې درجې او د کرکټ د اسيايي شورا د دوېمې درجې غړيتوب ترلاسه کړو.

په کال ۲۰۰۶م کې د هانګ کانګ لوبډلې نه د ای سي سي کپ په سیمې فاينل کې د ماتې خوړو او بيا کال ۲۰۰۷م کې په کوېت کې د کرکټ د اسيايي شورا له لوري غبرګ جامونو ترلاسه کولو سره افغان لوبډله ډېره ستايل شوې او نوره مشهوره شوې وه.

په کال ۲۰۰۹م کې د افغانستان کرکټ بورډ د خپلواکې ادارې په توګه منل شوی او په کال ۲۰۱۱م کې يې بيا پينځه کلن سټراټیجيک پلان وړاندې کړی ؤ.

په کال ۲۰۰۱م کې افغان لوبډلې نامیبیا ته په ماتې ورکولو سره د نړیوالو یو ورځنیو لوبو نوملړ او د کرکټ نړیوالې شورا جام ته لاره ومونده.

د کرکټ بورډ ترمخه "افغانستان په ۲۰۱۰ زېږدیز کال کې په متحده عربي اماراتو کې د پایلوبې پر مهال د ایرلنډ پر وړاندې د لوبې په ګډون یې د ټولو ګروپونو له لوبډلو څخه د لوبو په ګټلو سره د کرکټ نړیوالې شورا د ۲۰ اوریزو لوبو نړیوال جام ته لاره ومونده".

افغان لوبډلې په په کال ۲۰۱۲م کې هم لاسته راوړنې کړي او په ۲۰۱۳م کې ورته د کرکټ نړيوالې شورا د دوېمې درجې غړيتوب ورکړی ؤ.

"له هغه وروسته افغانستان د کرکټ نړیوالې شورا د ۲۰۱۴ کال د ۲۰ اوریزو لوبو نړیوال جام ته لاره وموندله او سربېره پر دې یې په اسټرالیا او نیوزيلنډ کې د ۲۰۱۵ کال ترسره کېدونکي جام ته لاره پيدا کړه".

افغانستان په ۲۰۱۵ کال کې د کرکټ نړیوالې شورا د راتلونکي سفرونو پروګرام (FTP) ته شامل شو، په همدې کال کې په نړیوالو یو ورځنیو او ۲۰ اوریزو لوبو کې لاسته راوړنې درلودې.

افغانستان په ۲۰۱۶ زېږدیز کال کې په دوامداره ډول په هندوستان کې د کرکټ شورا د ۲۰ اوریزو لوبو نړیوال جام کې هم ګډون وکړ او په دغو سیالیو کې افغانستان په غوره-۱۰ لوبډلو کې شامل شوی و.

د دې ترڅنګ "د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډلې په بنګلادېش کې د نورو لوبډلو پر وړاندې لوبې وکړې او د لوبو د اتل په توګه و ځلېده".

افغانستان ته دغه راز د کرکټ نړیوالې شورا له لوري په ۲۰۱۷ م کې په انګلېنډ کې د یادې شورا بشپړ غړیتوب ورکړل شو او د کرکټ نړیوالې شورا د افغانستان کرکټ بورډ ته په ۲۰۱۷ کال کې د ټېسټ سیالیو مقام هم ورکړ چې دا د افغانستان لپاره یوه ستره لاسته راوړنه وه.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

XS
SM
MD
LG