لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د قبايلي علاقو تپوس دې هم وشي چې هلته په کلونو څه شوي دي


د پاکستان وزیراعظم عمران خان د پنجاب په ساهېوال سيمه کې د رامنځته شوې پېښې په اړوند ويلي تراوسه په غم کې دی چې د ماشومانو په وړاندې يې مور و پلار وژل کيږي، د پېښې په رپوټ مخې ته راتلو به کارروايي کولی شي.

د پنجاب صوبې په ساهېوال سيمه کې پرون د خالي، شنبې په ورځ د سي ټي ډي پوليسو په يو ګاډي باندې ډزو کې دوه سړي، يوه ښځه او ماشومه وژل شوي دي او پېښه کې درې کم عمره ماشومان ژوندي پاتې شوي دي.

سي ډي ټي ويلي په ترهګرو يې ډزې کړي خو ځايي خلک وايي بې ګناه عام خلک يې وژلي دي.

عمران خان د دغه پېښې په اړه ټويټس کړي خو د نوموړي نه غوښتنې شوي چې په قبايلي سیمو کې هم د خلکو سره د شوو زياتو پوښتنه وکړي.

ژورنالسټ طاهر خان عمران خان ته په ټويټر ویلي،

"د ساهېوال په پېښه ښه بيان دی خو مهرباني وکړه قبايلي سيمو ته هم ازاد خلک ولېږه چې پلټنې وکړي چې هلته په کلونو د خلکو سره څه شوي دي".

يو بل ژورنالسټ حق نواز ويلي،

"د حیات وزیر مسله هم پام غواړي او د هغه کورنۍ انصاف ...د خېسور پېښه".

حيات خان د شمالي وزيرستان خېسور سيمې سره تعلق لري او دغه تنکی ماشوم په يوه ويډيو کې وايي پلار او ورور يې پوځيانو نيولی او اوس پوځيان د هغو کور ته بې د اجازته ننوځي د کور ستر پرده يې ورله ماته کړې ده.

پښتون ژغورنې غورځنګ د دغه پېښې پرضد نن د احتجاجي لاريون اعلان کړی دی.

ژورنالسټ سيدعلي شاه د ساهېوال په پېښه کې د انصاف ورکولو په اړوند د راؤ انوار په ګډون يو شمېر نورې پېښې يادې کړي او پوښتنه يې کړې ده.

"د مدينې په رياست کې به دې ماشومانو ته انصاف ورکړی شي؟ زوړ ريکارډ ښايي چې راؤ انوار (بهادر بچی) خوشی دی، په خروټ اباد کې د چېچن ښځو وژونکو ته هم خوندي لاره ورکړل شوې ده".

راؤ انوار د نقيب مسيد د وژنې ترڅنګ د ۴۴۰ نه د زیاتو کسانو په جعلي مقابلو کې په وژنو تورن دی او هغه د نقيب مسید د وژنې په مقدمه کې په ضمانت خوشی دی.

XS
SM
MD
LG