لاس رسیدونکی لینک

 
پېښور کې دملاعمر د زوئ د وژل کیدو اطلاعات،طالبان یې تردید کوي
تازه خبر

پېښور کې دملاعمر د زوئ د وژل کیدو اطلاعات،طالبان یې تردید کوي


Taliban
Taliban

طالبانو پېښور کې دخپل پخواني مشر ملاعمر د زوئ ملامحمد یعقوب د وژل کیدو راپورونه رد کړي اؤ ویلي یې دي هغه ژوند اؤ دطالبانو تحریک کې پخپلو کارونو بوخت دی.

په نزدې ورځو کې ځېنو رسنیو داسې دعوې کړې وې چې دطالبانو دتحریک مرستیال مشر اؤ دملامحمد عمر زوئ ملا یعقوب په پېښور کې دیوې غونډې پر مهال وژل شوی خو دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د سه شنبې په ورځ خپل یو بیان کې ویلي چې دغسې دروغ افغان دولت د خپلې ماتې پټولو په موخه خپروي.

دملا یعقوب د وژنې خبرونه تر دې وړاندې په کال۲۰۱۵م کې هم مخې ته راغلي وؤ خو وروسته بیا طالبانو دغه خبرونه ناسم بللي وؤ.

دطالبانو دپخواني مشر ملاعمر له مړینې وروسته دهغه زوئ ملا یعقوب ته دطالبانو تحریک کې دمشرولۍ مهمې ذمه وارۍ سپارل شوي اؤ طالبانو ته نزدې سرچینې وایي چې په طالبانو کې دننه یوه لویه ډله ملا یعقوب دخپل مشر په توګه مني اؤ دهغه اوامرو منلو ته ځان پابند بولي.

څیړونکي وایي که چرې د ملایعقوب د مړینې په اړوند اوسني خپاره شوي راپورنه سم وخیژي نو دا به دطالبانو دپاره یوه لویه ضربه وي.

دڅیړونکو په وینا د ملایعقوب د مړینې سره نه یوازې طالبان پخپلو کې ویشل کیدلی شي بلکې د امریکا اؤ طالبانو ترمینځ دسولې روانې خبرې هم ورسره اغیزمنې کیدلی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG