د پاکستان د پخواني وزيراعظم نوازشريف درملنه کوونکو د ډکټرانو ډلې سپارښتنه کړې چې هغه دې د جېل په ځای روغتون ته علاج له ولېږل شي.
د ځايي ميډيا د راپورونو ترمخه د ډاکټرانو څلور کسيزه ځانګړې ډلې د نوازشریف د وینې د فشار قابو ساتلو او شوګر دپاره ځینې دوايانې بدلې کړي دي.
د پاکستان يو ځايي چېنل پرون د شورو، چهارشنبې په ورځ خبر ورکړی چې نوازشریف ته د زړه دوره راغلې او ډاکټرانو يې ويلي هغه دې په سمدستي ډول روغتون ته منتقل کړی شي.
د هغه لُور مريم نواز دغه خبر ته په غبرګون کې ويلي، "دا خبر ټول غلط نه دی، د هغه سره په تېرو څو ورځو کې داسې شوي او هغه ته بيا دوايانې ورکړی شوي هغه بيرته جېل ته لېږل شوی او د ډاکټرانو په سپارښتنه سترګې پټې کړی شوي دي".
هغې ویلي "زه هغه څه وايم کومې خبرې چې ما په وروستي ځل د هغه سره کړي دي، د هغه نه د پخلي دپاره زما سره هيڅ لار نشته ما ټوله ورځ دغه هڅه کړې ده".
هغې په يو بل ټویټ کې ویلي،حکومت په خپله د پوهه ډاکټرانو درې ډلې جوړې کړي ټولو د هغه معاينه يې کړې او د هغه د خطرې خبره یې کړې ده.
نوازشريف ته د العزيزيه سټيل ميل په مقدمه کې د اووه کالو بند سزا اورول شوې او د کوټ لکپت په زندان کې بندي دی.
مريم نواز دوه ورځې وړاندې هم ويلي ؤ پلار يې په زندان کې ناجوړه شوی خو چارواکو دوي د هغه د ناروغۍ نه بې خبره ساتلي دي.
د ځايي ميډیا ترمخه د نوازشريف د ځينې ټېسټونو رپوټونه سم نه دي.