لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سویلي افريقې کپتان وايي د معافي غوښتو وروسته يې سرفراز وبخښه


د سویلي افريقې د کرکټ لوبډلې کپتان فاف ډيوپلېسیس
د سویلي افريقې د کرکټ لوبډلې کپتان فاف ډيوپلېسیس

د سويلي افريقې د لوبډلې کپتان فاف ډيوپلېسیس ویلي د پاکستان د کرکټ لوبډلې کپتان سرفراز احمد يې بخښلی دی ځکه چې هغه په خپله خبره معافي غوښتې ده.

سرفراز احمد د نهې، سه شنبې په ورځ د سویلي افريقې لوبغاړي اينډيل پهلواکيو ته د لوبې په مهال ویلي ؤ، " ای کاليا، ستا مور چرته ناسته ده؟ نن دې څه ويلي او راغلی یې".

سرفراز په سوشل ميډيا د سختو نيوکو وروسته په خپله خبره بخښنه غوښتې او ويلي يې ؤ، هغه دا خبره کوم يو ځانګړي لوبغاړي ته نه وه کړې.

د سویلي افريقې کپتان ډيوپلېسیس ويلي، "مونږ هغه معاف کوو ځکه چې هغه بخښنه غوښتې ده".

خو زياته کړې يې ده دوي د خپل د خپله طرفه هغه معاف کړی او د کرکټ نړیواله شورا (ايي سي سي) د سرفراز په وېنا خبر شوې هغه به ورسره خپل چلند کوي.

سرفراز احمد کپتان دی او په لوبه کې د وکټ په شا ولاړ وي (وکټ کيپر) وي.

او د سويلي افريقې لوبغاړي ته د "کاليا" ويلو خبره په وکټو کې په لګېدلي مايک اورېدل شوې او په لوبه کمنټري کوونکو چې پکې د پاکستان رميز راجه هم شامل ؤ هغه وخت د سرفراز احمد په خبره غږېدلي وو.

د افريقې د لوبډلې کپتان ویلي،"مونږ دا خبره وړه نه ګڼو، خو هغه (سرفراز) په سمدستي ډول بخښنه وغوښته او پښېمانتيا يې څرګنده کړه. مونږ هغه معاف کولی شو خو د هغې دا مطلب نه دی چې مونږ خبره هېره کړه".

اي اېس پي اېن سره په خبرو کې هغه زياته کړې،"چې ته کله افريقې ته راشې، بايد د نسل پرستۍ وېنا يا خبرې په احتياط سره وکړې".

د سرفراز د خبرې په اړوند يې ویلي د هغه په يقين د سرفراز د خبرې به دا مطلب نه ؤ خو هغه يې زمه واري منلې او اوس دوي ګوري چې مخکې څه کیږی.

د کرکټ وېب پاڼې (اي اېس پي اېن) ترمخه په لوبه کې د نسل پرستۍ، کرکې او د دې سره اړوند خبرې د کرکټ د نړیوالې شورا (ايي سي سي) د نسل پرستې د قاعدې پرضد دي. او په دغسې کولو سرفراز د سختې ستونزې سره مخ کېدی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG