لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د خېسور پېښه: پاکستانۍ ميډيا يو وارې بيا ولې د پښتنو په مسله خاموشه ده؟


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېټر عثمان خان کاکړ وايي، د پاکستانۍ "ميډيا مالکان مرده باد چې د وزیرستان د خېسور په پېښه يې مجرمانه خاموشي اختيار کړې ده، او د ټولې ميډيا مالکان خاموشه دي".

د شمالي وزیرستان د خېسور سیمې سره تعلق لرونکي يو ماشوم حيات ويډیو څو ورځې وړاندې په سوشل ميډيا خپره شوې چې پکې نوموړی وايي،

"پوځي سرتيري یې کور ته بې د اجازته ورځي د کور ستر پرده يې ورله ماتې کړې او دوي ځينې تنګ دي".

د پاکستان پوځ يادې پېښې ته په رسمي ډول کوم غبرګون نه دی ويلی.

د يادې پېښې پرضد سېنېټر عثمان کاکړ په سېنېټ کې هم وېنا کړې او د پوځ نه يې غوښتنه کړې وه چې په دغه اړوند ځواب اووايي.

ياده پېښه د شمالي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ او د جنوبي وزيرستان نه علي وزير او مفتي عبدالشکور هم په اسمبلۍ کې راپورته کړې او د پلټنو دپاره يې د پارليماني کمېټۍ جوړولو غوښتنه کړې وه.

د کمال خان پشتين په نوم تن په ټويټر د عثمان کاکړ ويډيو خپره کړې او ورته يې ليکلي،

"عثمان کاکړ د خېسور پېښه په پاکستانۍ ميډيا نه ښکاره کولو په سر ميډيا والا ته په رڼا ورځ ستوري وښودل".

د خېسور پېښې او پي ټي اېم ته د پاکستان په ميډيا ځای نه ورکولو باندې په سوشل ميډيا سختې نیوکې کيږي.

فاروق خان په ټویټر ویلي،

"د پي ټي اېم په زرګونو پلويان د کراچۍ پرېس کلب مخې ته راټول شوي د خېسور د پېښې دپاره د انصاف او عالمزېب محسود د خوشي کولو غوښتنې کوي خو ميډيا پرې بيخي سترګې پټې کړي دي".

ايمان زېب په ټویټر ویلي،

"پي ټي اېم په اسلام اباد، پېښور، کراچۍ، لاهور او شپږو نورو ځايونو کې مظاهرې وکړې په يو ټي وي چېنل يې نوم وانه خستی شو، په وروستيو کې نفيسه شاه (د پيپلزګوند غړې) د حامد مير په پروګرام کې د پي ټي اېم نوم اخيستی خو دغه خبره بيا غلی کړی شوی دی".

عدنان داوړ ويلي،

"زما په خيال زمونږ ميډيا د پي ټي اېم د پرامنه مظاهرو څخه منع کولی شي ځکه چې هغه د امن تاثر ورکوي، ميډيا د يو څيز رپوټ ورکوي چې هغه د پي ټي اېم پرضد وي".

XS
SM
MD
LG