لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د امریکا او طالبانو خبرې کېدل د اسلام اباد کاميابي ګڼي، خو خليلزاد د قطر مننه کړې


د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي ويلي چې د امریکا او طالبانو خبرې کېدل د اسلام اباد سفارتي کاميابي ده او د ستاينې حق لري خو امریکايي استازي زلمي خليلزاد د دغو خبرو په راجوړولو د قطر د حکومت مننه کړې ده.

شاه محمود قرېشي ویلي د افغانستان په کشاله کې د اړونده اړخونو په يو مېز کښېنول د اسلام اباد غټه سفارتي کاميابي ده، هغه ويلي نړۍ د پاکستان هغه دریځ منلی چې د جګړې د لارې امن نه شي راتلی.

په ملتان کې رسنيو سره په خبروکې قرېشي وویل، د امريکا او افغان طالبانو خبرې کول او د افغان شخړې د خبرو د لارې هوارول د پاکستان د زوړ دریځ کاميابي ده او په راتلونکې کې به په دغه اړوند نور ښه خبرونه واورئ.

زلمي خليلزاد د خالي، شنبې په شپه ناوخته په ټويټر په دوحه کې د ترسره شوؤ خبرو په اړوند ويلي،

د شپږو ورځو د خبرو وروسته افغانستان ته ځي. هغه ویلي په دوحه کې يې د طالبانو سره ليدنې ګټورې وې، مهم پرمختګ پکې شوی، د تېر په پرتله دا خبرې ډېرې ښې وې د خبرو لړۍ به دوام لري او ډېر زر به بيا پېل شي.

نوموړي په يو ټويټ کې د قطر د حکومت مننه کړې چې د روغې جوړې د خبرو دپاره يې سهولت کاري کړې او په ځانګړي ډول يې د نايب وزيراعظم او بهرنيو چارو وزير محمد بن عبدالرحمان مننه کړې ده.

څيړونکي وايي د پاکستان د بهرنيو چارو د وزير د خبرو مقصد دا کېدی شي چې امريکا په پاکستان لګولي بندېزونه اوس پورته کړي، او دغه پوښتنه د قرېشي نه يو خبريال هم کړې ده چې د دغو خبرو په بدل کې به امریکا د پاکستان تړلی امداد بيا په ځای کړي؟.

د نړيوالو چارو کار پوهه اعجاز خټک وايي، د هغه په خيال شاه محمود قرېشي " امریکې ته دا ويل غواړي چې پاکستان ورسره مرسته وکړه اوس تاسو په جواب کې چې په پاکستان کوم بندېزونه لګولي وو هغه پرېږدئ".

د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل اصف غفور هم يوې بهرنۍ خبري ادارې ته په مرکه کې ويلي ؤ چې پاکستان د امریکې او طالب استازو د خبرو په لړ کې د سهولت کار کردار لوبولی دی او د افغان طالبانو د خبرو مېز ته په راوستلو کې بريالي شوي دي.

ښاغلي خليلزاد په قطر کې د طالبانو سره د شوؤ خبرو په اړوند ویلي، په ټولو خبرو باندې موافقه کېدل لازمي دي او څو پورې چې داسې نه وي شوي دا به ختمي نه وي او په ټولو خبرو د موافقه کېدو په خبرو کې د افغانانو ترمنځ خبرې او اوربند شامل دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG